د لاسرسي ځای

تازه خبر

"طالبان باید ټاکنو کې برخه واخلي، تشدد پرېږدي"





امريکايي ورځپاڼه وال سټريټ ژورنال په يوه مقاله کې ليکي چې د افغان طالبانو غړو، افغان حکومت او د پخواني شمالی اتحاد چارواکو د تير زيارت په ورځ د فرانس پلازمينې پېرس کې د تړلو دروازو شا ته غونډه کړې، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته څنګه په ګډه کار کولو ته لاره هواره کړي.

ورځپاڼه ليکي دا لومړی ځل دي چې د طالبانو مشر ملا عمر لخوا تاييد شوي استازي، د افغان ولسمشر حامد کرزي له سلاکارانو او د پخواني شمالی اتحاد له مخورو سياستوالانو سره پر یوه ټغر ناسته کوي.

دا غونډه سږکال د امريکا او طالبانو ترمينځ له خبرواترو وروسته کېږي، چې په کې د افغان ولسمشر کرزي مرسیتالانو او د پخواني شمالی اتحاد مشرانو پر طالبانو زور راوړ چې له تشدده لاس واخلي او د يو سياسي ګوند په حيث د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې برخه واخلي.

ورځپاڼه د افغان ولسمشر د قبايلي چارو سلاکار او د کابل پخواني والي حاجی دين محمد په حواله چې په کانفرنس کې یې برخه اخیستې وايي، ((دا ښه خبره ده چې د طالبانو دريځ په مخامخ واورو، او له دوی سره خپل نظرونه هم شريک کړو او خپلې پرېکړې ته ورسيږو.))

دين محمد په پام سره وويل، چې د فرانسې غونډه ((له طالبانو سره د نيغ په نيغه خبرو په مانا نه ده.)) د طالبانو چارواکي له افغان حکومت سره له خبرو انکاري دي او یو ګوډاګی حکومت یې بولي.

ورځپاڼه ليکي د طالبانو وياند ذبيع الله مجاهد د پيرس خبري اترې يوه ازموېښتي غونډه بللې چې طالبان به په کې خپل دريځ په ډاګه کړي.

ورځپاڼه ليکي دغه غونډه د فرانس د يو څيړونکي اداري فانونډيشن فار سټراتيجيک ريسرچ څار لاندي په چانټيلي ښار کې تر سختې امنيتي څارنې لاندې کېږي.


ورځپاڼې د افغانستان پخواني مرستيال ولسمشر احمد ضيا مسعود او د نور برخوالو له خولې، د زيارت ورځې غونډه ډيره ګټوره بللې، ضيا مسعود چې د پخواني شمالی اتحاد د وژل شوي مشر احمد شاه مسعود ورور دی، د غونډې نورو جزياتو تفصيل نه دی ورکړی او ويلي یې دي، په غونډه کې ۲۰ افغانانو ګډون لرلو او ورته ويل شوي چې د غونډې خبري به بهر له خلکو سره نه کوي.

ورځپاڼه ليکي چې د چانيټلي ښار کې خبري اتري په داسي حال کې کيږي چې افغان سياستوال د ۲۰۱۴ وروسته د امريکايي او ناټو ځواکونو وتلو وروسته د بدلون لپاره تياري کوي او په دغه کال کې نوي ولسمشر ټاکل کيږي. افغان طالبان په بیا بیا دغه ټاکنې غير قانوني بولي، چې د دوی په خبره د بهرنو ځواکونو تر څار لاندې ترسره کېږي.

ورځپاڼه ليکي که چرې طالبان د سياسي ګوند جوړولو ته سلا کيږي نو دوی به د مصر او یا په نورو هيوادنو کې د سخت دريځه اسلامي ګوندونو پشان وي چې پخوا يې د تشدد لاره خپله کړې وه.

ورځپاڼې په غونډه کې د يو ګډونوال يونس قانوني په حواله وايي (طالبان بايد په ټاکنو کې برخه واخلي او خپل کانديدان وړاندې کړي او بيا دې افغان ولس ته پرېږدي چې څوک خوښوي.))

ورځپانه ليکي ملګري ملتونه هم له طالبانو سره د خبرو لپاره په ترکمانستان کې د فرورۍ په مياشت کې د غونډې پلان لري.

XS
SM
MD
LG