د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان: پارلمان د کورني تشدد ضد قانون منظور کړ




د تاجکستان پارليمان نن د چارشنبي په ورځ د کورني تشدد پرضد د لومړي قانون منظوري ورکړله. پارلماني غړو (قانون جوړونکی) نوی قانون منظور کړ چې موخه یې د ښځو حقونه لا زيات خوندي ساتل دي.

د دې قانون له مخې له کورني تاوتریخوالي سره د چلند لپاره انتظامي ګامونه اخیستل شوي چې په کې سرغړونکو ته تر ۱۵ ورځو پورې د زنداني کېدلو او ناغه کېدلو سزاګانې شامله دي.

په قانون کې دا بیان هم راغلی چې مشران دې په نویو واده کړو کورنیو کې د کورني تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره فعاله کردار ترسره کړي. په دودیزه تاجک ټولنه کې د مشرانو نصیحیت او سلا مشورې ته په درنه سترګه کتل کېږي.

د سرکاري احصاییو له مخې په ۲۰۱۰م کال کې تر ۲۰۰ زیاتو ښځو ځانوژنې کړې چې پّ دوی کې ډېری پېښې له کورني تشدد سره تړلې وې.

په تاجکستان کې د کورني تاوتریخوالي ځورېدلو لپاره نژدې ۳۰ مرکزونه دې، چې هلته ښځو ته لارښوونه او قانوني مشورې ورکول کېږي، په ځینو سیمو کې ورته لنډمهالي سرپناوې هم جوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG