د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې یوي چاودنې ۱۳تنه ټپیان کړل


Afghanistan - Afghanistan police and officials investigate the site of a suicide attack in Kabul, 18Sep2012
Afghanistan - Afghanistan police and officials investigate the site of a suicide attack in Kabul, 18Sep2012

دافغانستان د مرکز کابل په نهمه ناحیه کې د یو موټر بم چاودنې نن له غرمې مخکې لسګونه کسان ټپیان کړل.
دا پيښه د کابل-جلال اباد لویي سړک د کنټرک په نامه د یوه بهرني شرکت مخې ته شوې.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند داود امین وایي، چې په دې پیښه کې شاوخوا دیارلس تنه ټپیان شوي دي: "د کنټرکټ په نامه یو بهرنی ساختماني شرکت و. د دې شرکت دباندې یوه موټر بم چاودنه شوی، چې په کې دیارلس – څوارلس تنه ټپیان شوي دی. زموږ تحقیقاتي ټیم اوس په څیړنو بوخت دی.

" د بریالي په نامه د دې شرکت یو تن امنیتي مسئول خبریالانو ته وویل، چې په دې حمله کې د یاد شرکت امریکایې مشر چوپا هم ټپي شوی دی.

XS
SM
MD
LG