د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی له باراک اوباما سره د ږغېدو لپاره امریکا ته ځي


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په راتلونکې میاشت کې واشنګټن ته ځي چیري چې به نوموړی له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره په افغانستان کې له ۲۰۱۴م کاله وروسته د پاتې کیدونکو امریکايي سرتېرو د شمېر او یو شمېر نورو مسلو خبرې اترې وکړي.

دا خبره د پنجشنبې په روځ د امریکا د دفاع وزیر لیون پانېټا نتا په کابل کې وکړه. هغه وویل چې دوی افغان ولسمشر حامد کرزي ته د ولسمشر بارک اوباما له خوا بلنه ورکړه او هغه ومنله.

لیون پانېټا وویل چې ولسمشر کرزی به د راتلونکې میاشتې ً جنورۍً په دویمه اونۍ کې په واشینګټن کې د امریکا له ولسمشر سره د افغانستان د راتلونکې په اړه د ږغېدو لپاره لیده کاته وکړي.

د امریکا د دفاع له وزیر لیون پانېټا سره ګډې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال افغان ولسمشر حامد کرزي وویل ، موږ په افغانستان کې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه او هم داسې د هغه ستراتیژیک تړون په اړه چې له ولسمشر باراک اوباما سره مو لاسلیک کړی یو شمیر مهمې مسلې لروً .

ولسمشرکرزي وویل ، ً دا ډاډ چې امریکا به د افغانستان ملاتړ کوي ، موږ ته به ښه پوځ جوړوي ، ښه هوايي ځواک به راجوړوي ، دا وړتیا چې د افغانستان د خلکو د ساتنې لپاره په سیمه د افغانستان ګټې خوندي وي .

ولسمشر کرزي زیاته کړه ً بیا زه کولای شم چې د افغانستان خلکو ته ورشم او له هغوی سره به د امریکايي سرتیرو ته پر استثنی په اسانۍ او دلایلو خبرې وکړم، خو مخکې له دې چې زه دا کار وکړم ، ماته باید په دې برخو کې د امریکا له خوا ډاډ راکړل شي . "

د امریکا د دفاع وزیر په دې خبرې غونډه کې له افغانستان سره د امریکا پر اوږد مهاله ملاتړ تینګار وکړ او ویې ویل چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به د دوی سرتیري په افغانستان کې کم شي خو دوی به افغانستان یوازې نه پریږدي.
XS
SM
MD
LG