د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې بمي چاودنه، دوه ملکیان وژل شوي


په دې وروستیو کې په خوست کې بمي چاودنې زیاتې شوې دي
په دې وروستیو کې په خوست کې بمي چاودنې زیاتې شوې دي
نجیب الله الوخېل

خوست - د شنبې په ورځ غرمه ۱۲ بجې د افغانستان خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د ملي اردو په پلي ګزمه بمي حمله شوې چې په کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۵ تنه ملکي وګړي او څلور تنه د ملي اردو سرتېري ټپيان شوي دي.


د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان د پېښې پخلی کړی او ویلي دي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ملي اردو سرتېرو د باک په ولسوالۍ کې پلي ګزمه کوله. د ده په وینا، چاودنه د یادې ولسوالۍ له مرکزي مدرسې سره نېږدې تر سره شوې ده.

وسله والو طالبانو په خپل پیغام کې د پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا يې کړې چې په دې کې یو شمېر افغان پوځیان وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې په خوست کې د بمي چاودنو پيښې زیاتي شوي او اکثر په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبه اوړي.
XS
SM
MD
LG