د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر خالد د برید پوښتنه له پاکستانه کوو، کرزی



کابل - افغان ولس مشر حامد کرزی وايي، د افغانستان د ملي امنیت پر مشر اسدالله خالد تر سره شوی برید، له افغانستانه بهر د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوټه ښار کې ترتیب شوی وو.


د خالي پر ورځ خبري غونډې ته کرزي وویل پر خالد برید د طالبانو له وسه بره خبره ښکاري او دوی به په دې اړه له پاکستان سره خبرې کوي.

((له همسایه هیواد پاکستان سره خبرې کوو، او ترې پوښتنه کوو هغه بریدونه چې له کوټې ه ترتیبېږي او له پاکستانه ترتیبېږي، تاسې یې د مخ نیوي له پاره څه کړي دي او یا یې کوئ. پر اسد الله خالد چې اوس کوم برید شوی هغه هم په پاکستان کې ترتیب شوی وو. برید کونکی له هغه ځایه راغلی وو.))

اسد الله خالد د تېرې پنج شنبې په ورځ د کابل په تایمني کې په یوه ځان مرګې حمله کې سخت ژوبل شو، افغان چارواکي وايي، اوس یې روغتیايي وضع ښه ده.

کرزي وویل، د هیواد د سولې عالي شورا پر پخواني مشر برهان الدین رباني حمله هم په کوټه کې پلان شوې وه.

ده وویل، پر اسد الله خالد حمله د وسله والو طالبانو د وس کار نه دی بلکې په دې کې لویې استخباراتي کړئ لاس لري.

د ملي امنیت ادارې مشر اسد الله خالد د پنجشنبې پر ورځ په برید کې ټپي شو
د ملي امنیت ادارې مشر اسد الله خالد د پنجشنبې پر ورځ په برید کې ټپي شو
ولسمشر وویل، په ترکیه کې د پاکستان و افغانستان تر منځ په راتلونکې غونډه کې به د دې حملې په اړه له پاکستانه وضاحت غواړي.

کرزي وویل طالبان درې ډلې لري. لومړۍ دوه ډلې د ګاونډيو هیوادونو او نړیوالو استخباراتي ادارو له پاره د افغانستان پر ضد کار او د پښتنو د ځورونې له پاره کار کوي، او درېیمه هغه ډله ده چې په افغانستان کې ده او د بریدونو وړتیا نه لري.

کرزي وویل:

((دا قتلونه چې تاسې کوئ، دا مکتوبونه چې تاسې سوځوئ، خصوصاً په افغانستان کې یې کوئ، او په پاکستان کې یې د پښتنو پر خلاف کوئ؛ څوک یې د افغاني طالبانو په نامه کوي او څوک یې د پاکستاني طالبانو په نامه. چې پر دې تر اوسه پوه نه دي، دوی باید پر دې باید پوه شي چې دوی د خپل ملت پر خلاف په افغانستان کې او په پاکستان کې د خپل قوم پر خلاف، د پښتنو پر خلاف استعمالېږي. او دا د پردیو مزدوري دې که پر پوه دي، پرېږدي او که نه دي پر پوه دا زما خبره دې واورئ هوښیار دې شي، او اګاه دې شي. او د پښتنو دښمني دې پرېږدي. دا دښمني واضحه د پښتنو پر ضد ده.))

تر دې څرګندونو مخکې، د افغان ولسمشر حامد کرزي يوه وياند احسان الله طاهري ویلي ول چې ولسمشر کرزي، د هیواد د استخباراتي ادارې پر مشر د ځان وژونکي حملې د څرنګوالي په اړه یو پلاوی ټاکلی چې مشري يې د کورنیو چارو وزیر کوي.

بل پلو ، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرل جان ايلين په روغتون کې له اسد الله خالد سره کتلي او د هغه مېړانه او کار يې ستايلي.
XS
SM
MD
LG