د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ډاکټران سرکاري روغتونو ته نه شي ننوتلی




خدای نور ناصر مشال راډيو

کوټه:- په بلوچستان کې د ډاکټرانو د هړتال څلوېښتمه پوره شوه ، ګڼ ډاکټران معطله شوي، يو شمیر شخصي کلینیکونه يې تاله ( سیل) کړل شوي، خو تښتول شوی ډاکټر سعید احمد خان لا هم راخوشی شوی نه دی. وګړي وايي؛ د ډاکټرانو د هړتال له امله له سختو ستونځو سره مخ دي.

د بلوچستان په شخصي روغتونو کې د ډاکټرانو د هړتال يوه اوونۍ، او په سرکاري روغتونو کې څلوېښت ورځې پوره شوې. حکومت شاوخوا ۸۲ ډاکټران معطله کړي، او په سرکاري روغتونو کې يي د دوی پر راتګ بنديز لګولی. د بلوچستان حکومت يوه اوونۍ وړاندې ویلي ول، چې د هړتالي ډاکټرانو پر ځای به د سرکاري روغتونو لپاره پوځي ډاکټران راغواړي، اوونۍ تیره شوه، خو هیڅ يو ایمرجینسي وارډ خلاص نه شو. په سنډيمن روغتون کې يوه میرمن چې ناروغه ماشوم يي په غیږ کې وو، مشال راډيو ته وویل

؛ موږ خو د ډاکټرانو له د هرې ورځې له هړتاله سخت پرېشانه يو. او زموږ ژوند يي راتریخ کړی دی. لاکن غریبان يو څه وکړو. هیڅ نه شو کولای، زموږ غریبانو خو دلته ژوند تیرول يو عذاب جوړ شوی دی؛.
له دې سره چې ددې میرمني په څير په زرګونه، لکونو انسانان د صحت په برخې کې له سختو ستونځو سره مخ دي، خو د ډاکټرانو اتحاديه وايي؛ په هرصورت به يې تر هغه پورې هړتال او احتجاج روان وي، تر څو چې تښتوول شوی ملګری ډاکټر سعید احمد خان راخوشی شوی نه وي. د پاکستان ميډيکل ایسوسي ایشن د بلوچستان څانګې مشر ډاکټر سلطان ترین د سېشنبې په غرمه په يوه خبري غونډه کې وویل

؛ تر کومه پورې چې حکومت بیرته د تیرې دوشنبې ورځې ته تللی نه وي، او په هغه څه باندې چې د دوشنبې په ورځ له موږ سره وکړو، حکومت بخښنه غوښتې نه وي، تر هغه به موږ نه هم ایمرجینسي وارډونه خلاص کړو، او نه به هم ورسره خبري وکړو. موږ ته ددې احساس شته، چې غریب اولس له ستونځو سره مخ دی، خو له بده مرغه حکومت ته نشته؛.

په دې خبري غونډه کې د خبریالانو د دې پوښتني په ځواب کې چې د ایمرجینسي وارډونو له بندېدو سره يواځې او يواځې غریب ولس متاثره شوی، د ډاکټرانو د اتحاديي يوه بل مشر پروفیسر ډاکټر شیرشاه وویل

؛ کله چې تاسو د ایمرجینسي وارډونو د خلاصېدو خبرې کوئ، نو د ایمرجینسي مطلب رنځور ته د پيناډول ګولۍ ورکول نه دي. بلکې د ایمرجینسي مطلب اپرېشن کول دي. د ایمرجینسي مطلب د مرمۍ ایستل دي. د ایمرجینسي مطلب ناروغ ته نشه ورکول دي. ددې هر څه يو طریقه کار وي، لاکن تاسو موږ ته وښايي چې حکومت موږ معطله کړي يو، نو موږ څه ډول ایمرجینسي وارډونو ته ورشو؛.

بلخوا د بلوچستان حکومت هم د ډاکټرانو د هړتال پر ضد هیڅ ماتې نه مني. په دې هر څه برسیره يي د کوټې په سرکاري روغتونو کې پولیس او ملیشه ځواکونه رابللي، او هم يي حکم ورکړی، که هر ډاکټر روغتون ته دننه شو، په سمدستي توګه دي ونیول شي. له دې سره يي هم نن يعني سې شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ټولو هړتالي ډاکټرانو ته امر کړی، چې سرکاري ودانۍ دې خالي کړي. او هم يې په ځايي ورځپاڼو کې د نويو ډاکټرانو د لګولو هم اعلان کړی.

XS
SM
MD
LG