د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې خبریالانو کارونه درولي دي



نیاز موسا خېل مشال راډيو

کوټه: د بلوچستان په پنجګور ضلعې کې خبریالانو د خپل صحافیانه کارونو د درولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د امنیتي ستونزو له وجې دوی دا ګام اخیستی او پرېکړه به یې تر ناڅرګنده وخته دوام ولري .یاده دي وي،د تېرې یک شنبې په ورځ د بلوچستان په یاده سیمه پنجګور کې یو خبریال،رحمت الله عابد د ناڅرګنده وسله والو له خوا ووژل شو او د خبریالانو تازه پرېکړه د نوموړي له وژنې وروسته رامنځ ته شوې

د پنجګور پرېس کلب دویم مشر،رفیق چاکر مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل،د امنیتي ستونزو له وجې دوی خپل صحافتي کارونه ځنډولي دي ٫٫پرېس کلب مو تړلي او خپل کارونه مو تر ناڅرګنده وخته درولي دي.وجه یې دا ده چې زموږ صحافي ملګری،رحمت الله عابد یو څو ورځې مخکي د ناڅرګنده وسله والو له اړخه ووژل شو او اوس موږ هم خپل ځان چندانې محفوظ نه ګڼو.که دا یوه پېښه وه،نو بېله خبره به وه،مګر حقیقت دا دی چې د خبریالانو پر وړاندي داسې پېښې اوس بیخي زیاتې شوې دي.د خضدار،تربت،پنجګور او ګوادر په ګډون د صوبې په یو شمېر سیمو کې صحافیان نه یواځي وژل شوي دي بلکه ځینو ته لا هم ټیلېفوني دړکې را روانې دي٬٬

رفیق چاکر زیاته کړه،بلوچستان کې خبریالانو سره،د دوی کورنۍ هم له بدو حالاتو سره مخامخ کېږي ٫٫زموږ بیخي زیات صحافیان،چې د صوبې په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي، د هغو مالي حالات له پخوا راهیسې یا خو خراب وو او یا بیا کمزوري، خو له بده مرغه چې کله دوی وژل شوي دي،په کورونو کې یې لوږه،تنګي او غریبي نوره هم سیوا شوې ده٬٬

په کوټه کې د رحمت الله عابد د وژنې په ترڅ کې راغونډې شوې مظاهرې کې برخه اخییستونکی صحافي،ارشاد مستویي بیا د خبریالانو پر وړاندي د حکومت له روله خوشحاله نه معلومېږي.دی وایي ٫٫حکومت د صحافت پر آزادۍ د یقین ادعاوې کوي، مګر حقیقت کې داسې نه ده او حقیقت دا دی چې حکومت د دوی د ځان و مال د ساتنې لپاره هيڅ رول نه دی لوبولی٬٬

خو بل اړخ ته د بلوچستان کورنو چارو محکمې سیکرټر،اکبرحسېن دراني بیا د ارشاد مستویي له نظر سره اختلاف لري. دی وایي،حکومت همېش د خبریالانو د ښې ګڼې او امنیت لپاره ګامونه پورته کړي دي ٫٫د صحافي رحمت الله عابد وژنه که څه هم په پېسو یا معاوضې نه شي له منځه تلی،خو بیا هم وزیراعلی نواب اسلم رییساني د نوموړي له کورنۍ سره د غمرازۍ په توګه د ۱۰ لکه روپو مالي مرستې اعلان وکړ .دا یوه آخري او اولنی ګام نه دی.تر دې مخکې هم موږ د خبریالانو لپاره ډېر څه کړي دي.اوس هم که دوي څه وېره وویني یا پر ټېلېفون څوک دړکه ورکړي، ژر دې موږ ته او یا ځایي چارواکیو ته حال ورکړي.موږ به د ده د ساتنې لپاره هر انتظام وکړو٬٬

د یادولو وړ ده چې بلوچستان په پاکستان کې د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو سیمو ګرځول شوي او د یو راپور له مخې،په تېرو نږدې څو کلونو کې دلته ۱۲ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د رپورټ په وېنا،دا لړۍ لا هم درېدلې نه معلومېږي.

XS
SM
MD
LG