د لاسرسي ځای

تازه خبر

میدان وردګ چاودنې ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې


د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې نن د (جمعې ورځ) یوه موټر بم چاودنې درې تنه وژلي او خواشا ۹۰ نور یې ژوبل کړي دي. ولایتي چارواکي وايي، چاودنه د پوځي ځواکونو د همغږۍ مرکز ته نږدې وشوه چې په کې مړه او ژوبل یې اکثریت ولسي افغان وګړي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند شاهیدالله شاهد مشال راډیو خبریال نجیب الله الوخېل ته وویل، ډېری ژوبل یې د ولایت لوی روغتون ته رسولي دي او ښايي ګڼ شمېر ټپیان کابل ته هم وړل شوي وي. د ده په خبره کېدای شي د مړیو شمېره نوره هم وخېژي. نوموړي زیاته کړه چې برید د ښار د استوګنې په سیمه کې شوی دی چې همهلته نژدې د ولایت زندان هم دی.

د میدان وردګو د عامې روغتیا رییس غلام فاروق وردګ وايي، چې د تراوسه خواشا ۹۰ تنه ټپیان د ولایت لوی روغتون ته رسول شوي دي. دی وايي په ټپیانو کې ۷۵ کسان نارینه دي چې څلور په کې ماشومان دي او ۱۵ ښځې هم په چاودنه کې ژوبلې شوې دي.

د میدان وردکو د والي ویاند دا هم وویل، چې بریدګر د همغږۍ مرکز ته له رسیدو مخکې چاودنه کړې او یاد پوځي هدف ته نه دی رسیدلی.

د مبدان وردګو ولایت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د مشال راډيو خبریال سید شاه سقیم ته وویل چې په چادونه کې د زندان یو شمېر بندیان هم ژوبل دي او ورڅېرمه د ودان په نامه د یوې روغتیايي موسیسې کارکونکي هم ژوبل شوي دي.

بل خوا د پيښې مسوولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی، ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته ویلي، چې بریدګر د مزده موټر په واسطه، چې چاودېدونکي توکي يې په کې ځای پرځای کړي وو؛ برید ترسره کړی او پوځي کسانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

ده دا هم ویلي، چې برید يې د خپلو هغه څلورملګرو دغچ اخیستو په موخه ترسره کړی، چې په دې ورستیو ورځو کې د افغان حکومت له خوا په کابل کې اعدام شوي دي.

XS
SM
MD
LG