د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ځانمرګي بریدګر دوه تنه ووژل درې یې ژوبل کړل





د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان سیمې پر لسم سړک نن سهار یوه ځانمرګي بریدګر دوه تنه ووژل او درې نور یې ټپيان کړل.

د کابل د امنیې قومندان جنرال محمد ایوب سالنګي د پیښې په ځای کې خبریالانوته وویل، چې بریدګر هدف ته تر رسیدو مخکې په ځان پورې تړلي چوونکي توکي وچول:

"مخکې تر دې چې ځانوژونکی حمله وکړي، د امنیتي ساتونکو له خوا ووژل شو، چې په نتیجه کې دوه تنه ساتونکي مړه او یو بل یې ټپي شو او د دفاع وزارت د یوه موټر دوه سپرلي، چې له سیمې د تیریدو په حال کې و، د ښیښو د ماتیدو له امله سطحي ټپيان شول."

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې حملې مسئولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دې حملې هدف په سیمه کې د امریکا یو استخباراتي مرکز و.

XS
SM
MD
LG