د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کې مون په غزه کې د اوربند غږ وکړ


د ملګرو ملتونو عمومي سیکرېټري بان کې مون په قاهره کې خبري کنفرانس کوي
د ملګرو ملتونو عمومي سیکرېټري بان کې مون په قاهره کې خبري کنفرانس کوي




د ملګرو ملتونو عمومي سیکرېټري بان کې مون په داسي حال کي غزه کي د سمدستي اوربند غږ کړي چې د حماس وسله والو خلاف د اسرایلو عملیات اوومې ورځی ته واوښتو.

د نهي په ورځ په قاهره کې د خبرو پر مهال بان کي مون وویل، چې د اسرایلو ځمکني عملیات به روانه شخړه نوره خطرناکه کړي.

سپینې ماڼۍ هم د نهې په ورځ اعلان کړی چې ولسمشر باراک اوباما د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن سیمي ته استوي. دا به د شورو په ورځ په بیت المقدس کې له اسرایلي وزیراعطم بنیامین نیتنیاهو سره ویني. او وروسته به له مصري او فلسطیني مشرانو سره لیده کاته وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون (د ګل ورځ) د دې بحران په اړه له مصري ولسمشر مرسي سره په خبرو کې د حماس ډلې له خوا پر اسراییلو د توغندیو د حملو د بندولو پر اړتیا ټینګار وکړ. د امریکا د بهرنیوچارووزارت ویاندې ویکټوریا نولانډ پرون وویل چې د روان تشدد د ختمولو لپاره واشنګټن د سیمې له مشرانو سره په ګډه کار کوي.

پرون (د ګل ورځ) ماښام د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د اسراییلي پوځ له خوا پر غزې د بمبارۍ په اړه له خپلو وزیرانو سره خبرې وکړې. د حماس جلاوطن مشر خالدمشعل وویل، دا په اسراییلو پورې اړه لري چې روان بحران پای ته ورسوي.

په داسې حال کې چې د جوړ جاړي هڅې دوام لري، د اسرایلو پوځ ویلي ، دوی د ګل او نهې په ورځ په غزه کې څه باندې ۱۰۰ هدفونه په نښه کړي دي.

بیګاه شپه فلسطیني وسله والو پر اسراییلو څه نا څه ۲۰ توغندي وتوغول.

د تیرې شورو له ورځې راهیسي په روان تاو تریخ والي کې د ولسي وګړو په ګډون څه باندې ۱۰۰ فلسطینان او درې تنه اسراییلیان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG