د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: لسګونه ډاکټران نیول شوي هړتال دوام لري




خدای نور ناصر مشال راډيو

په کوټه کې لاریون کوونکي ډاکټران نیول شوي، ډاکټرانو په بېړنیو (ایمرجینسي) وارډونو کې هم له کار کولو بايکاټ وکړ. د کوټې ډاکټران وايي؛ تر هغه پورې به ټولو سرکاري، شخصي روغتونو او هم په ایمرجینسي وارډونو کې کار نه کوي، تر څو چې يې تښتول شوی ملګری ډاکټر سعید احمد خان راخوشي شوی نه وي؛. بلخوا د بلوچستان حکومت غیرحاضره ډاکټرانو ته د سرغړواي یادګېرنه( شوکاز نوټس) جاري کړې ده.

په کوټه کې ډاکټرانو د دوشنبې په ورځ د خپل تښتول شوي ملګري ډاکټر سعید احمد خان د تښتوولو پر ضد لاریون وکړ. کله چې دا لاریون د ګورنر او وزیراعلی د کورونو مخې ته ورسېد، نو هلته ولاړ پولیسو ډاکټران ونیول، چې د ډاکټرانو د اتحاديي په وینا تر سل زیات ډاکټران نیول شوي. تردې وروسته ډاکټرانو په يوه بیړني خبري کنفرانس کې د ټولي صوبې په ایمرجینسي وارډونو او شخصي روغتونو کې هم د هړتال اعلان وکړ. له دې سره چې له تيري يوې میاشتې راهیسي په ټولو سرکاري روغتونو کې ډاکټران کار نه کوي، په دې خبري کنفرانس کې يي په داسې وخت کې له بېړنۍ دندې ( ایمرجینسي) څخه بايکاټ وکړ، چې د محرم شپې ورځې روانې دي. ډاکټران وايي؛ تر هغه به يي همدا هړتال جاري وي، تر هاغو چې يې تښتوول شوی ملګری ډاکټر سعید احمد خان راخوشي شوی نه وي. ډاکټر حمید اڅکزي په خبري غونډه کې وویل،

؛ دا مرمۍ ، دا اوښکي بهیونکی ګاز او همدا ریاستي ترهګري ته به هم نه موږ سر کښته کړو، او نه به هم شاته بوځي. او د دې بیلګه له تیرو دوو کلونو راهیسي زموږ غورځنګ دی؛.

د بلوچستان د ډاکټرانو اتحاديي يوه بل مشر ډاکټر شهزاده دواد بیا په خبري غونډه کې سر له ننه (دوشبنه) په شخصي روغتونو او ایمرجینسي وارډونو کې هم د کار نه کولو اعلان وکړ. د ډاکټرانو اتحاديي زیاته کړه، تر هغو چې ددوي تښتوول شوی ملګری ډاکټر سعید احمد خان راخوشي شوی نه وي، نو هیڅ یو ډاکټر به په بېړنۍ څانګه ( ایمرجینسي) ناروغه ونه ګوري.

له دې سره چې د خالي په ورځ د بلوچستان حکومت هړتالي ډاکټرانو ته د څلرویشت ساعتونو وخت ورکړی وو، هم نن د دوشنبې په ورځ يي ټولو غیرحاضره ډاکټرانو ته د سرغړواي یاداښت (شوکاز نوټس) ورکړی. خو ډاکټرن په دې برسیره وايي؛ هړتال به يي نه يواځې په سرکاري روغتونو کې، بلکې په شخصي روغتونو او ایمرجینسي کې به یې هړتال دوام لري.

XS
SM
MD
LG