د لاسرسي ځای

تازه خبر

ويښ ځوانانو په کابل کې د ډېورنډ کرښې ضد لاریون کړی



کابل - ويښ ځوانانو غورځنګ په کابل کې د ډيورنډ کرښې په وړاندې لوی لاريون وکړ د ويښ ځوانانو غورځنګ د پلازمينې کابل په پښتونستان واټ کې د امريکايي چارواکو لخوا د ډيورنډ د کرښې اړوند څرګندونو او په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې په غندنه یو لوی لاريون تر سره کړ.


له کابله د مشال راډیو خبریال له وینا سره سم، د ويښ ځوانانو څه د پاسه زرو غړيو د جمعې ورځې په لاريون کې ((د ډيورنډ کرښه نه منو او د ژوند ژوند لوی افغانستان)) شعارونه ورکول او ملي بيرغونه يي رپول.

لاریون کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه هم ورکول.

د ويښ ځوانانو غورځنګ مشر اسرار احمد خان لاريون ته په خپله وينا کې وويل:

((له امو تر مارګلې د افغانانو تاريخي ټاټوبی لوی افغانستان دی او افغانان به هيڅکله د ډيورنډ خيالي کرښه ونه مني.))

هغه وويل، پاکستان نه غواړي چې افغانان په خپلو پښو ودرېږي.

د ډېورنډ کرښې په اړه په دې وروستیو کې د افغانستان و پاکستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین څرګندونو دا مسله بیا وپاروله.

ګروسمین ویلي ول چې هیواد یې د ډېورنډ کرښه د پاکستان و افغانستان تر منځ د قانوني نړیوال سرحد په توګه پېژني.

د دې په غبرګون کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل د ډېورنډ کرښې مسله د افغانانو له پاره ډېره د ارزښت وړ ده او د دې په اړه پرېکړه به هم افغان ولس کوي.

پاکستان وايي، د ډېورنډ کرښه ((هواره شوې مسله ده)) او دا چې همدا کرښه د پاکستان و افغانستان تر منځ نړیوال سرحد دی.
XS
SM
MD
LG