د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حماس او اسراییلو ترمینځ کړکېچ زیات شوی


له حماس سره د اسرایيل له کړکېچ څخه څرګندېږي، چې د حماس سخت دريځې ډله د ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩م کلونو په ژمي کې د جګړې په پرتله ډېره پياوړې شوې ده.

دې ډلې د لومړي ځل لپاره له داسې توغنديو کار اخيستى؛ چې د اسرایيل تل ابیب ښار ته هم د رسېدو توان لري.

راپورونه وايي، دغه ډول څو توغندي تر اوسه د مديترانې سمندرګي (روم سمندرګی هم ورته وايي) پر نېږدې سيمو او يا هم د تل ابیب پر ځينو څنډو لګېدلي دي.

د ايران ساخت فجر پنځه توغندي تر مخکنيو راکټونو؛ چې د حماس ډلې په سلاکوټونو کې وو، ډېر ظرفيت لري.

حماس ډله د وسلو لويې زېرمې لري، که چېرې جګړه سختېږي او اسرایيلي ځواکونه پر غزې تاړانګې حمله کوي؛ دغه ډله کولاى شي، په ځمکنيو جګړو کې له دغو وسلو ګټه واخلي.

ګومان کېږي، زياتې دغه وسلې په مصر او ليبيا کې د جنجالونو پر مهال حماس ډلې ته په لاس ورغلي دي.

د منځني ختيځ د چارو متخصص "ياسي مکيلمن" چې په لندن کې د چتام هاوس په بنياد کې کار کوي وايي؛ فجر پنځه ډوله توغندي د مصر د سيناء جزيرې له طريقه له ايرانه غزې ته قاچاق شوي دي:

((ګومان کېږي، چې دغه توغندي د سيناء ټاپووزمې له طريقه له تونلونو غزې ته انتقال شوي وي؛ ځکه په مصر کې د حسني مبارک د رژيم له پای ته رسېدو وروسته په رفح سيمه کې د مصر او غزې تاړانګې ترمنځ پوله پرانيستې وه.

که مو په ياد وي، اسرایيل دوې اوونۍ مخکې په سوډان کې د وسله جوړونې پر يوې فابريکې بريد وکړ. پر دې اساس، دغه مشکوکه لار له ايرانه د سوډان له طريقه تېرېږي او د سيناء ټاپووزمې ته رسېږي. په سيمه کې د قانون نه حاکميت د دې سبب کېږي؛ چې د پېچلو وسلو زياته برخه له دې طريقه قاچاق شي.))

داسې ښکاري، د مصر نوى رژيم چې د لومړني اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي له خوا رهبري کېږي يا نه شي کولاى يا نه غواړي، چې دغه سيمه د حسني مبارک د واکمنۍ په څېر کنټرول کړي.

ميکلمن وايي، په ليبيا کې د قذافي د رژيم تر نسکورېدو وروسته زياتې وسلې د ليبيا له طريقه هم حماس ډلې ته قاچاقېږي:

((په ليبيا کې د انقلاب يا هم کورنۍ جګړې پر مهال وسلې ورکې شوې؛ داسې يو کړکېچن وضعيت هغو کسانو ته زمينه برابروي؛ چې وسلې غلا کوي يا هم د وسلو او مهماتو پر زېرمو کنټرول مومي او بيا يې لږ په لوړ قيمت خرڅوي.))

ځينې شنونکي په دې باور دي، چې حماس له دې فرصتونو په ګټه اخيستو نوې وسلې ترلاسه کړي او خپل جنګي توان يې زيات کړى دى.

اوس د اسرایيل په اړه پوښتنه ولاړېږي، چې څنګه به د دې ځواکمن دښمن په وړاندې معامله کوي؟

په تېرو څو کالونو کې اسرایيل د اوسپنيزې ګنبدې په نامه د توغنديو دفاعي سپر جوړ کړ؛ اسرایيل دغه راز د حماس ډلې د غړو، مرکزونو او ارتباطي ځايونو په نښه کولو لپاره له هوايي بريدونو کار اخيستى دى.

د لبنان په مرکز بيروت کې يو پوځي تحليل کوونکى "رياض کهواجي" وايي؛ حماس دا توان لري، چې وکړاى شي، پر غزې د اسرایيل د بريد مخه ونيسي:

((تر اوسه د حماس له متقابل عمل څخه داسې ښکاري، چې دغه ډله د بېلابېلو وسلو د پام وړ زېرمه په واک کې لري؛ دا به د اسرایيليانو لپاره ساده عمليات نه وي.))

زيات شنونکي په دې باور دي، چې اسرایيل به د وروستي انتخاب په توګه پر غزې بريد وکړي.

د حماس د يوه وتلي رهبر له وژل کېدو داسې ښـکاري؛ چې د اسرایيل او حماس د شخړې احتمال زيات شوى. حماس وايي، د پوځي مشر وژل کېدو يې د اسرایيل په وړاندې د دوزخ دروازې پرانيستي او اسرایيل بيا پر غزې تړانګې د پراخو عملياتو خبردارى ورکړى دى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG