د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزنې کې د طالبانو وتلی قومندان وژل شوی دی


د غزني سيمه ييز چارواکي وايي چې بهرنيو سرتېرو تېره شپه د غزني په رشيدانو ولسوالۍ کې عمليات کړي دي چې په پايله کې يې د طالبانو يو تن وتلی جنګي قومندان او د هغه ملګری وژلی دی.

چارواکي د طالبانو د وژل شوي قومندان نوم حافظ سردار ښيي.

د غزني امنيه قومندان زړور زاهد وايي، چې حافظ سردار د غزني د ولايتي شورا د رييس قاضي صاحب شاه، د څارنوالۍ د رييس سهار ګل او يو شمېر نورو دولتي چارواکيو په وژلو لاس درلود.

دی وايي، د طالبانو دغه وژل شوي قومندان د ښونځيو زده کوونکي، محصلين او ډېر عام وګړي وژلي او د غزني د زياتونو سړکونو پلونه يې هم الوزولي وو.

(( حافظ سردار د رشيدانو ولسوالۍ په اړوندو کې له خپل يو ملګري سره د ايتلافي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی دی. دی د عامو خلکو په قتل، د شاګردانو په قتلونو او د سړکونو په الوزولو متهم وو. دی همدا رنګه د څارنوالۍ د رييس او ولايتي شورا د رييس په وژلو هم متهم وو او په دې سربېره يې څو تنه د ملي پوليسو او ملي اردو سرتېرې هم وژلي دي))

تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ځينو رسنيو د خپرو شويو راپورونو په اساس د غزني د طالبانو يو بل وتلی قومندان مولوي سعید احمد شهيد خېل هم څو ورځې وړاندې د کوټې ښار په کچلاغ سيمه کې ویشتل شوی چې سخت ژوبل دی.

سعید شاه سقیم غزنی

XS
SM
MD
LG