د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغانستان د سولې دعالي شورا پلاوی پاکستان ته ځي



د افغانستان د سولي د عالي شورا يو پلاوی به د دغي شورا د مشر صلاح الدين رباني په مشري کي پاکستان ته ځي. په کابل کي د پاکستان د سفارت د مطبوعاتي څانګی لخوا جاري کړل شوي خبر پاڼه زياتوی چي دغه پلاوی به د سبا نه درواني مياشتي تر څوارلسمي نيتي پوري په پاکستان کي وي.

خبر پاڼه واي چی ښاغلي صلاح الدين رباني ته ددي سفر بلنه د پاکستان د خارجه چارو وزيري مير من حنا رباني کر په دي موخه ورکړي وه. چي په افغانستان کي د سولي او روغي جوړي په پروسه کی دخيلو پاکستاني چارواکو سره وويني.

صلاح الدين ربانی به د خپل سفر پر مهال د پاکستاني ولس مشر اصف علي زرداري، وزير اعظم راجه پرويز اشرف، او د پاکستاني پوځ مشر تابه سره هم ويني، او په با ضابطه توګه به د پاکستاني وزير خارجه مير من حنا رباني کر مذاکرات کوي.

ويل شوي چې په دې سفر کې به د سولې عالي شورا غړي له پاکستاني چارواکو سره له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو او په دغو خبرو کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړي.

څه موده مخکې هم د سولې عالي شورا مشر غوښتل پاکستان ته سفر وکړي، خو هغه سفر يې وځنډول شو.

XS
SM
MD
LG