د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پر رېنجرو ځانمرګي برید ۲ تنه ووژل ۱۳ژوبل


کراچۍ: د رینجرو په نښه شوی مرکز
کراچۍ: د رینجرو په نښه شوی مرکز



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ : د پاکستان تر ټولو لوی صنعتي ښار کراچۍ په ناظم اباد سیمه کې نن سهار د نیمه پوځي دستو (رینجرز) د مرکزي دفتر بهرني ګیټ مخې ته یوه ځانمرګي برید دوه تنه وژلي او۱۳ نور یې ژوبل کړي دي. په ژوبلو کې ۹ تنه د رینجرز ځواک سرتیري دوه پولیس او دوه عام وګړي دي ـ

پولیس وایي، پېښه نن سهار نژدې اووه بجې رامنځته شوې ده ـ

د سیند صوبې د پولیسو مشر فیاض لغاري مشال ریډیو ته وویل، ځانمرګی برید ګر له باردوي توکیو ډک ګاړی د سچل رینجرز ځواک د مرکزي دفتر له لویې دورازې سره وجنګاوه.

فیاض لغاري زیاته کړه چې په چاودنه کې ۱۰۰ کیلوګرامه چونکي توکي کارول شوي دی او دوی ته وار د مخه د برید په اړه ځینې مالومات وو، چې له کبله یې د څو ورځو راهیسې د کراچۍ ښار په ګډون په ټوله صوبه کې قانون نافذونکو ادارو کلک امنیت نیولی وو.

د حملې ټول ژوبل کسان د کراچۍ عباسي شهید هسپتال ته وړل شوي دي، د روغتون یو مشر ډاکتر سلیم مشال ریډیو ته وویل، د رینجرځواک یوه سرتیري په هسپتال کې ساه ورکړې او د پاتې دوه نورو سرتیرو روغتیایې حالت هم د اندیښنې وړ دی. د هغه په خبره سخت ژوبل شوي دواړه سرتیري د کراچۍ پوځي روغتون [سي ایم ایچ] ته وړل شوي دي.

په پېښه کې ژوبل شوی د رینجر ځواک یو سرتیری د پېښې په اړه وايي.

(( یو مزده ګاړۍ چې سبزي پکې بار وه ـ هغه د دروازې سره وجنګول شوه ـ بیا دننه له نزدې ونې سره وجنګیده ـ ما د زورورې چاودنې غږ واورېدلی. او ځای پر ځای ولګیدم. هم هلته وغورځیدم.))

عیني شاهدان وایي، چاودنه دومره زوروه وه چې لېرې سېمو کې واوریدل شوه ، او روستو د پېښې په ځای کې اور ولګیدلو.

((زوره چاودنه وه، ډېره زوروه چاودنه وه ـ ما چې شاته وروکتل نو هلته تورتم و ،هیڅ نه ښکاریدل ـ بیا هلته اور بل شو ـ چې اوس اوس د اور وژنکو ډلو لخوا ووژل شو.))

د یادې حملې ذمه واري تراوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې ، خو ددې مخکې د پولیس چارواکي چودري اسلم په کور د حملې او د سي آی ډي په دفتر د ترسره شوو ورته حملو پړه ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیسته وه ـ

XS
SM
MD
LG