د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې درې نور هزاره ګان وژل شوي


د کوټې په ګډون د بلوچستان په ګڼو برخو کې پر هزاره ګانو په بیا بیا بریدونه کېږي. کوټه کې د هزاره ګانو احتجاج
د کوټې په ګډون د بلوچستان په ګڼو برخو کې پر هزاره ګانو په بیا بیا بریدونه کېږي. کوټه کې د هزاره ګانو احتجاج




په کوټه کې درې تنه په هدفي وژنه کې وژل شوي دي. د کوټې پولیس وايي؛ د سې شنبې په ماښام نامعلومه وسله والو پر سپيني سړک په يوه ټيکسي ډزي کړې، چې په کې ناست درې تنه يي وژلي او دوه نور يي ژوبل کړيدي. د پېښي مسوولیت لا هم کومې ډلې قبول کړی نه دی.

د کوټې په سپيني سړک بیا هم هدفي وژنه کې هزاره توکمه شیعه ګان وژل شوي. د کوټې ښار پولیس وايي؛ د سېشنبې په ماښام نامعلومه وسله والو پر يوه زیړ رنګي ټيکسي ډزي کړې، چې د پولیسو په وینا په کې ناست پنځو تنو ته يي مرګ ژوبله اړولې؛. پولیس زیاتوي،پنځه واړه کسان د هزاره قام وګړي دي، چې تعلق يي له شیعه مسلک سره وو. له سپيني سړک څخه ځينو عیني شاهدانو مشال ته وویل؛ ټيکسي موټر له مري اباده هزاره ټاون ته پر لاره وو چې برید ورباندې وشو؛. د کوټې د صدر پولیسو تاڼې يوه مشر اکرم دا پېښه هدفي وژنه بولي، او د دريو مړيو تاييد يي کړی.

؛ په دې ټيکسي کې ټول پنځه تنه سپاره وو، چې درې په هم هغه ځايه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. دواړه ټپيان يي د کوټې سي ایم ایچ روغتون ته منتقل کړي. دا پېښه په سپيني سړک خاص له پښين د موټرو له تمځاي سره څېرمه شوې، چې برید کوونکي بیا هم په تېښته کې بریالي شوي دي؛.

د سې شنبې په ماښام تر دې پېښي وروسته د هزاره قام يو شمیر وګړيو ددې ښار پر سپين سړک، بي ایم سي، ګولیمار چوک، فیصل ټاون او اې ون سیټي سیمو کې په احتجاج لاس پورې کړ. د کوټې چاپي رسنی په دې احتجاج کې هم د يوه کس د وژلو خبر ورکوي، خو پولیسو او امنيتي چارواکو مشال راډيو ته ددې تایید ونه کړ. د هزاره ګانو ددې وژلو مسوولیت لا هم د رپوټ تر بشپړېدو پوري کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی، خو په تیر وخت ددغسې ډيری پيښو مسوولیت وسله والې ډلې لښکرجهنګوي پر غاړه اخیستې.

خدای نور ناصر مشال راډيو، کوټه

XS
SM
MD
LG