د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوازې طالبان نه بلکې عام ولس هم سکولونه سوځوي



د بریتانییا ورځپاڼې ګارډین په دې مقاله کې لیکوال محمد حنیف وايي، داسې ښکاري چې په پاکستان کې دسکولونو تباهي یوازې وسله وال طالبان نه کوي بلکې دا کار اوس ولسي خلکو هم شورو کړی دی.

نوموړې په لاهور کې د جینکو د یو سکول په باب لیکلي چې دې سکول ته اور وسله والو نه بلکې ځايي خلکو پورې کړی وو. په دې سکول کې د مذهب په سپکاوي تورن د یو استاد خلاف قهریدلي خلک راوتل او دغه سکول ته یې اور ولګولو. ددې خلکو خلاف د مقدمې درجولو پرځای پولیسو هم ددې سکول د ۷۷ کلن مالک خلاف رپورټ درج کړی دی.

لیکوال وايي زما یو دوست هره ورځ خپلې دوه لوڼه سکول ته بیايي او ښه باوري دی چې یوه به پکې ډاکټره جوړیږي. خو چې لیکوال ترې تپوس وکړو چې طالبان د جینکو د تعلیم خلاف دي که ستا لوڼه هم د تعلیم نه منعې کړي نو څه به وي؟ لیکوال وايي، یوه شیبه فکر واخیستلو خو بیا یې وویل، چې نه د سوات په شان کار به دلته نه کوي، ځکه چې سوات کې طالبانو د پښتنو سختو روایاتو ته په کتو دغه کار کړی وو.
لیکوال وايي، پاکستان چې په دې حالاتو کې کوم لور ته روان دی د روښان فکره خلکو او طالبانو ترمنځه فیصله به په دې خبره کیږي چې څومره جینکۍ تعلیم ترلاسه کولو کې بریالۍ کیږي، او یا هغه ښځې چې پخپله یې سبق نه وي ویلي خو خپلې لوڼه سکول ته لیږل غواړي داسې ښځې څومره دي. ځکه چې وسله وال په اسلام کې د جینکو په اړه هر نظر وړاندې کوي خو دا به ممکنه نه وي چې د پاکستان په اتلس کروړه عوامو کې دې نهه کروړه ښځو باندې ټولې دروازې بندې کړل شي.

بلخوا نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې څو ورځې وړاندې د وژنو د دوو جدا جدا پیښو په اړه یوه مقاله کې وايي دې پیښو کابل کې څارونکي لړځولي دي. دغو کې اولنۍ پیښه د فاریاب ولایت په یو جومات کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د لويي اختر په ورځ ځانمرګي برید لږ تر لږه ۴۵ کسان ووژل او ګڼ شمیر نور یې ژوبل کړل. بله پیښه چې دومره پام ورته نه دی ګرځیدلی په غزني ولایت کې وسله والو دیو ګاډي نه پنځه شیعه ګان کوز کړل او ویې وژل.

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم په افغانستان کې هره ورځ ګڼ شمیر ولسي خلک وژل کیږي خو دغه دواړه پیښې داسې دي چې په پاکستان او عراق کې تر سترګو کیږي خو افغانستان کې وړاندې نه کیدلې یعنې خلک اندیښمن دي چې په لویه کچه ولسي او فرقه ایزې وژنې افغانستان کې شورو نه شي.

ورځپاڼه لیکي افغانستان کې وړاندې فرقه ایز تشدد نه دی رامنځ ته شوی. د ۱۹۹۰مې په لسیزه کې طالبان او د شیعه ډلو ترمنځه نښتې شوي خو هغه نظریاتي نه بلکې سیاسي وې. بیا د هغې نه پس طالبانو چې زیاتره یې د سني مسلک سره تعلق لري کله یې هم شیعه ګان نه دې په نښه کړي لکه څنګه چې په پاکستان کې تر سترګو کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG