د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: طالبانو خپلو کې سره وژلي






د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د خپلمېنځي شخړي له امله يو پر بل د ټوپکو خولې ور اړولې دي چې په پايله کې يې څلور تنه وسله والو وژل شوي دي .

ويل کېږي چې نښته د پاکستانيو او افغان طالبانو تر مېنځ شوې ده .

د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات وايي، چې دا لا نه ده مالومه ده چې د پاکستانيو او افغان طالبانو تر مېنځ به په څه شي خبره سره اوښتې وي خو دوايي په نښته کې دوه پاکستاني او دوه افغان طالبان وژل شوي دي .

دی وايي په وژلو شويو افغان طالبانو کې يو د طالبانو قومندان دی او د پاکستانيانو په اړه لا مالومات نه لري.

(( د چوی چهار او جوی پنج په ساحه کې د پاکستاني او افغان طالبانو تر مېنځ نښته شوې ده چې پکې دوه افغان او دوه پاکستاني طالبان وژل شوي دي. خو موږ ته لا تر اوسه دا نه ده مالومه شوې چې دوی به ولې جنګ سره کړی وي ))

تر اوسه پورې لا د دولت مخالفو وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې په وردګو ولايت کې هم د طالبانو د دوو ډلو جنګيالي د خپلمينځي شخړو له امله سره ښکر په ښکر شوي وو .

سید شاه سقیم غزنی

XS
SM
MD
LG