د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پکتيا کې د بيارغونې نمايشي کارونه روان دي"




تېره ورځ د قومونو او قبايلو چارو وزارت یو پلاوي په پکتيا کې له قومي مشرانو سره په ليدنه کې د هغوئ ستونزې واورېدې او ژمنه يې وکړه چې د مخنيوي په اړه به يې د مرکزي دولت په کچه تصميم نيسي .
قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د ولايتي ادارې ستونزې او نيمګړتياوې د قبايلو چارو وزارت څخه ورغلي پلاوي ته څرګندې کړې، او ترې ويې غوښتل چې مرکزي دولت يې بايد ستونزې جدي او ګواښوونکي وګڼي .

دوئ د پکتيا ولايتي اداره ملامته کړه چې د بيارغونې په شته چارو کې پاتې راغلې اود دې ترڅنګ يې د روانو پروژو چارې نمايشي کار وباله او په ډاګه يې کړه چې په روانو پروژو(غزني او ګردېز ترمنځ سړک او مچلغو بند پروژو) کې په لويه کچه فساد شوی دی او په وارونو،وارونو پرانيستې شوې خو چارې يې لا هم نه دي پيل شوي ،عبدالرحمن سول مل وويل (( د غزني او ګردېز ترمنځ لويه لار همداسې خاره پرته ده په دې کې د خلکو کورنه ړنګ شول باغونه له منځه يو وړل شول خو چارې يې نه ترسره کيږي ښکاره خبره ده چې فساد پکې شوی دی.))

احمدشاه احمدزي د احمدزيو د قوم په استازولۍ وويل (( پکتيا کې پروژې نمايشي دي د مچلغو بند پرانيسته څو وارې وشوه خو لا هم کارونه نه دي پيل شوي او وسايل بيرته ترې راوړل شوي، د ټولو پروژو چارې نمايشي روانې دي چې وزير راځي يا معين کار وي کنه هېڅ نه وي. ))

قومي مشرانو که څه هم ولايتي اداره د بيارغونې په چارو کې پاتې بلله او ويل يې چې ځينې لويې او وړې پروژې په دې ولايت کې د ولايتي ادارې د بې کيفايتۍ له وجې په ټپه ولاړې دي خو مرکزي دولت يې هم په دې تورن کړ چې د بيارغونې په برخه کې دوئ ته لازمه پاملرنه نه کوي.

د قومونو او قبايلو چارو وزارت څخه راغلي پلاوي مشر او د دې وزارت معين يعقوب احمدزي هم په پکتيا کې د قومي مشرانو خبرې تر يو بريده پر ځای وبللې او زياته يې کړه :

(( لکه څنګه چې لازمه ده په دې ولايت کې د بيارغونې چارې نه دي تر سره شوې بايده و چې ډېر کارونه شوي وی.))

نوموړي ژمنه وکړه چې د پکتيا د اوسېدونکو ستونزې به تر مرکزي دولت ورسوي، او په اړه به يې په لويه کچه غوڅ تصميم ونيول شي،ده دا هم وويل: (( د قومي مشرانو دا ادعا هم تر يو بريده په ځای ده چې ولايتي اداره په فساد کې ښکېله او خلک ترې ناراضه دي.))

پکتيا ته د مرکزي دولت په استازيتوب د قومونو او قبايلوچارو وزارت معين په دې موخه سفر کوي چې د اداري فساد په اړه د خلکو شکايتونه واوري او په اړه يې تصميم ونيسي، خو له دې وړاندې هم دې ولايت ته د وزارتونو وزيران او معينان راغلي خو لا هم په ولايتي اداره کې د فساد مخنيوي په اړه کوم ښکاره غبرګون نه دی تر سترګو شوی.

راپورـ داود تپان –پکتيا

XS
SM
MD
LG