د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتنو لیکوالانو او هنرمندانو سره سم چلند نه کېږي"


هارون باچا مشال راډيو

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن (ايچ آر سي پي) پښتنو ليکوالانو او هنرمندانو ته په ورپېښو ننګونو او د نظر او هنر د دغه خاوندانو په ټولنيزه ذمه واريو د بحث لپاره د تېرې مياشت (اکتوبر) په ۲۰ مه نېټه په پېښور کې د يوه سيمينار اهتمام وکړ. دغې يوې ورځنۍ غونډې ته د خيبر پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو څخه نوموتي شاعران، اديبان، د ټيليويژن او سټيج فنکاران او سندرغاړي وربلل شوي ول.

د ايچ آر سي پي پېښور څانګې مشر شير محمد خان وايي، د غونډې هدف يې د ليکوالانو او هنرمندانو په ستونزو او د حل پر لارو چارو غور کول وو.

((رای څرګندول د اديب او فنکار بنيادي حق دی. د هغوئ فرض هم جوړېږي چې معاشرې ته د خپل عقل، فکر او وجدان په رڼا کې شعور او پوهه ورکړي. د سيمينار برخه والو موږ ته خپلې ستونزې بيان کړې چې په حکومتي کچ د هغوئ سرپرستي نه کېږي، چې کله د خيالاتو اظهار کوي نو له خطرونو سره مخامخېږي، بل دا چې په معاشره کې يو عمومي رجحان داسې دی چې هغوئ ته په ښه نظر نه کتل کېږي.))

شير محمد خان د هغو وړانديزونو يادونه وکړه چې د سيمينار ګډون والو مخې ته راوړل او د ده د ادارې لخوا حکومت ته ولېږدول شول.

((موږ د يو قرارداد په شکل کې يو شمېر سپارښتې مخې ته راوړلې چې ليکوالان او هنرمندان د ټولنې ډېره قيمتي اثاثه ده، پکار ده دوئ ته خصوصي توجه ورکړل شي او د دوئ د کار په لاره کې چې کوم مشکلات دي، هغه حل کړای شي. د دوئ پکار ده چې بیمه وي، او لکه څنګه چې پريس کلب دی، د دوئ لپاره هم د يوه ځانګړي ځای ځايګي بندوبست وشي. موږ حکومت ته ډېر وړاندېزونه کړي دي چې بايد عمل ورباندې وشي.))

د ايچ آر سي پي سيمينار ته له سوات سره تعلق لرونکی سندرغاړی کرن خان هم ورغلی وو، چې وايي په ترڅ کې يې دوئ وکولای شول د موسيقۍ د هنر د ودې لپاره يو شمېر وړاندېزونه مخې ته راوړي.

((موږ وويل چې د کيسټو کاروبار په ختمېدو دی، نو پوښتنه دا ده چې سندرغاړي به څه کوي، او که څه کوي هم نو د چا لپاره، او دا چې خلکو ته به رسېږي څنګه؟ په دې خبرې وشوې چې هغه هنرمندان چې معياري کار کوي، ملاتړ دې يې وشي. د اکيډمۍ جوړولو ضرورت هم په کې په ډاګه شو. د حکومت لخوا د البمونو د ريليز خبرې په کې هم وشوې. د ستونزو د حل لارې خو بهر حال په ګوته نه شوې خو دا ده چې لږ تر لږه خبرې ورباندې وشوې.))

د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو پېژندل شوي شاعر اکبر سيال مشال راډيو ته وويل چې د پښتنو هنرمندانو کار او زيار د ستاينې وړ دی چې سربېره په نامناسبو حالاتو، د هنر لمن يې له لاسه نه ده ورکړې.

((که د موسيقۍ ميدان دی، که د ډرامې او د سټيج دی او که د شعر وشاعرۍ دی، خلکو ته ستونزې شته. څوک يې کار کولو ته نه پرېږدي. که څه هم خلکو په دغه سي ډي ډرامو باندې تنقيد وکړ، خو زما په خيال دغه فنکاران چې د بنياد پرستۍ په دې توره تياره کې کوم کار کوي، نو ډېر نران خلک دي. يو چا په کې وويل چې په پينځه کروړه روپۍ د خيبر پښتونخوا د ټولو شاعرانو کتابونه چاپ کېدای شي او بايد چې حکومت دغه کار ته ملا وتړي.))

اکبر سيال زياته کړه چې د پښتني ټولنې، چې شاعر او ليکوال پکې مهم رول لوبوي، ستونزې به هله ختمېږي چې جهادي ذهنيت ته ماتې ورکړل شي.

((د جنګونو او جهادونو دغه کارخانې بندول پکار دي. ژوند په ايجنډا راوستل او اېښودل ضروري دي. له بده مرغه، له تېرو دېرشو کالونو راهيسې زموږ په ايجنډا مرګ پروت دی. چې امريکا او ناټو په بارودو پيسې لګوي نو آيا نه شي کولای چې دغه دوه درې سوه بيلويونه ډالره د دې ځای د خلکو د ژوند په جوړولو خرچ کړي؟ او چې کوم مخالف قوتونه دي، هغه چې د جهاد خبره کوي، هغوئ لا په شاړه سر دي، د جنګ ، ټوپک او خودکش حملې پرته بل څه نه پېژني.))

هم د اکبر سيال په خبره، د پښتني کلتور، شعر و ادب او موسيقۍ د ودې لپاره لازمه ده چې په پښتون وطن کې د امن پر ځای کولو لپاره سنجيده کوښښونه وشي.

XS
SM
MD
LG