د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ملالې سره پیوستون


د دغه سکول استاذ کان فولام وايي، کله چې یې د طالبانو لخوا پر ملاله يوسفزۍ د بريد خبر ولوستو نو بې اختياره ژړا ورغله، او بيا دغه سندره وليکله



د امريکا د مين رياست په پورټلينډ ښار کي د يوه لوی ښوونځي (های سکول) په لسګونه جينکو ملالې يوسفزي ته د پيرزونو وړاندي کولو او له هغې سره د پیوستون په موخه په ګډه يوه سندره ویلې، چې د دغه سکول يو استاذ کان فولام يې موسیقي تر تيب کړېده.

دی وايي، کله چې یې د پاکستاني طالبانو لخوا پر ملاله يوسفزۍ د بريد خبر ولوستو نو بې اختياره ژړا ورغله، او بيا یې قلم کاغذ راوخیستو او دغه سندره يې وليکله، چې ملالې موږ به ستا خوبونه چېري هم مړيني ته پرېنږدو.



د دغه سندرې ویونکو جينکو کې د هر مذهب، او هر رنګ نجونې شاملې دي.

د ملالې په باب ویل شوې سندره مې منظومه ژباړلې ده چې لاندنۍ دا یې د انګریزي او پښتو متن دی.

There's a girl in Pakistan who's fighting for her life
Because she chose to stand up for her rights.
She dared to speak her heart and so she paid the price.
Too brave to be denied, she made the sacrifice ...

داسې یو نجلۍ ده چې د ژوند و مرګ بستر کې ده
غږ یې پورته کړی د خپل حق دفاع سنګر کې ده

دې د سرپه بییه د خپل زړه خبره کړې ده
دې په ننګ مېړانې تل کره خبره کړې ده

دومره زړوره ده انکار ترې نه کېدای نه شي
داسې قرباني ده چې هیڅوک یې هېروای نه شي


Malala, child of peace we will not let you die.
We'll give your hopes and dreams the will and wings to fly.
We'll sing your song for everyone on Earth until
Your wish for peace for all will finally be fulfilled ...


څلی یې د امن پرېوتلو ته دې نه پرېږدو
ته ډیوه ده هیلې مړه کېدلو ته نه پرېږدو

ستا هېلې خوبونه وزرونه د الوت غواړي
موږه درسره یو دا له موږه نه همت غواړي

څو پورې چې نه یې رسېدلې تر منزله خپل
هغ پورې به وایو موږ د سولې ستا غزله تل


They told you you must hide your face and stay away
From schools and books and if you choose to disobey
They'd take your life and leave your grieving family
With nothing but a lifelong, painful memory ...



دوی درته ویلي ول چې مخې نه مو لرې شه دا زموږ فرمان دی
پرېږده ښوونځي او کتابونه ګنې ژوند ته دې لوی زیان دی

که نه نو وژل کېږې کورنۍ به دې غمژنه کړو
پاتې به هیڅ نه شي په ټول عمر به یې ویرژنه کړو


So Malala, we will sing
Like bells we will ring
Until your dreams of peace are realized.
We will sing, we will sing.
Like bells we will ring.
Till freedom falls like raindrops from the skies.
And girls around the world lead equal lives.
Malala, your dreams will never die.
Malala, your dreams will never die.
Malala, your dreams will never die ...


نو ملالۍ، موږ به سندرې بولو
د ږوږغو (جرس) غوندې کړنګېږو به
تر هاغو چې ستا د سولې خوب رښتونی کېږي
موږ به سندرې بولو، موږ به سندرې بولو
د جرس (ږوږغو) غوندې کړنګېږو به

چې کله آزادي لکه د څاڅکو راورېږي له اسمانه
او نجونې د نړۍ مو ورسېږي په سیالۍ کې تر ارمانه

هیڅکله ستا خوبونه ملالۍ د مړه کېدو نه دي

هیڅکله ستا خوبونه ملالۍ د مړه کېدو نه دي

هیڅکله ستا خوبونه ملالۍ د مړه کېدو نه دي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG