د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان خبريالان پريشانه دي





د خبريالانو د ژغورنې نړيوال سازمان وايي، د پاکستان د سپريم کورټ لخوا په بلوچستان کې د کلعدم تنظيمونو د خبرونو په خپرولو بنديز خبريالان پريشانه کړي دي.

سازمان وايي، د بلوچستان په اړه دا حکم يو قدم وړاندې او دوه ګامه شا ته تلو په مانا دی ځکه چې سپريم کورټ دا منلې ده چې په بلوچستان کې د خبريالانو لپاره حالات خراب دي، خو پخپله يې يو داسي امر جاری کړی چې دا شان پر خبريالانو دباو نور هم زيات شي.

د سازمان په وينا، خبريالان لا د وړاندي د اورپکو ډلو لخوا په فشار کې دي چې له نوي حکم سره لا نور هم زيات شو.

د بلوچستان د خبریالانو ټولنې مشر عیسي ترين وايې، چارواکې د دوی د ستونزو د حل کولو پر ځای د دوی په ضد مقدمه درج کړې ده.

دی د هغې مظاهرې حواله ورکوي چې خبريالانو په خضدار کې د وژل شوي خبريال عبدالخالق د وژنې پر ضد کړې وه.

پوليسو د مظاهره چیانو خبريالانو پر ضد د امن و امان خرابولو په تور مقدمه درج کړې وه.

بلخوا وال سټريټ جورنال د امريکايي او افغان چارواکو له خولې لیکې، د ۲۰۱۴م کال تر پايه د بهرنيو ځواکونو د وتو وروسته هلته د تشې ډکولو په خاطر ايران پر مختيايي پروژې پيلوي او جاسوسي نيټ ورک پراخوي.

خو د ورځپاڼې په وينا ، خبره دا ده چې ايران د امريکا په شان په اربونه ډالره نه خرڅوي. تهران په لاندې کچه د پروګرامونو او له افغانانو سره نيغ په نيغه د کار کولو صلاحيت لري چې دا د يو ډول غير متناسبه نفوذ هڅې دي.

ايران د امام خمېني خیریه ادارې له لارې چې په ټوله نړی کې فعاليت کوي ، په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره کار اخلي.

امريکا دا اداره دوه کاله وړاندې په لبنان کې له حزب الله سره د مرستې په الزام په تور لسټ کې شامله کړې وه.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې وايې، دغه ايراني امدادي اداره د امريکايي پرمختيايي ادارې يو ايس ايډ په شان نه ده چې د ټيکدارانو له لارې پیسې خرڅوي بلکې امام خميني خیریه اداره نيغه په نيغه له افغانانو سره کار کوي چې د جاسوسي مالوماتو د راغونډولو لپاره معاشي مرستې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG