د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست شیخ زاید پوهنتون کې کتابتون جوړېږي


د خوست والي جبار نعیمي د کتابتون بنسټکاڼۍ ږدي
د خوست والي جبار نعیمي د کتابتون بنسټکاڼۍ ږدي



دخوست شیخ زاید پوهنتون د عمومي کتابتون دبنسټ ډبره د څه له پاسه دوولس میلیونه افغانیو په ارزښت کیښودل شوه. د نوموړې کتابتون وداني به دنشه يي توکو پرضد دمبارزې دوزارت له بودیجې څخه دلسو میاشتو په موده کې بشپړه شي .

د پوهنتون په چوکاټ زده کونکو او استادانو د خپلو لوستونو او اضافي معلوماتو لپاره یو داسې کتابتون نه لاره ،چې دوی ورڅخه په منظمه توګه استفاده کړي وای. د پوهنتون د مشرتابه او دولایت د اداري مجلس په وړاندیز دمخدره موادو پرضد وزارت خوست ته د سږنۍ بودیجې یوه برخه، یعنې څه د پاسه دوولس میلیونه افغانۍ دعمومي کتابتون ودانۍ ته ځانګړې کړې ،چې ساختماني چارې يې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې . دیاد ریاست دمسوولینو په وینا د کتابتون وداني به تر یوه بریده لازمې اسانتیاوې او ساختمانونه ولري. په خوست کې دمخدره توکو پرضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال د دې پروژې د تطبیق په سیمه کې وویل:

((داغیر مستقیمه پروژه ده ،خو زه يې پدې پرځای بولم ،چې پدې پوهنتون کې نه یوازې دخوست بلکې دټول هیواد زدکونکي او د بزګرانو زامن تحصیل کوي ،داکتابتون په دوولس میلیونه 86زره افغانیو باندې جوړیږي ، البته د جوړېدو چارې به يې په لسو میاشتو کې بشپړېږي ، دا کتابتون به دوه دفترونه،یو دکنفرانس تالار، د کتابتون تالار ، د کتابونو د ویش خونه ،دانټرنیټ سالون ولري.))

دخوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهندوی محمدرسول باوري د کتابتون په اړه وویل: ((په کتابتون کې به هغه کتابونه ساتل کیږي، چې زدکوونکي ورته اړتیا لري او دهمدې کار لپاره موږ اړیو ،چې کتابتون ولرو ،موږ به په بیلابیلو برخوکې دکتابتون دغني کیدو پروګرامونه ولرو.))

په مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي دکتابتون لپاره دساختماني چارو په پیلیدنې خوښي څرګنده کړه او دپوهنتون له استادانو او زده کونکو سره يې ژمنه وکړه، چې پدې ځای کې به دزیاتو او مهمو پروژو دعملي کیدا لپاره هڅې کوي:

((نن په رښتیا دخوشالۍ ځای دی ،چې په پوهنتون کې دکتابتون دبنسټ ډبره کیښودل کیږي ،دپوهنتون رئیس صیب ،استادانو او مشرانو ته دا وعده ورکوم ،چې زموږ ډیر تلاش به دې لوري ته متوجه وي ، چې دپوهنتون دپرمختیا او ودې لپاره یو شمیر نورې مهمې پروژې هم پلي کړو.))

دیادونې وړده ،چې خوست دافغانستان له هغه ولایتونو څخه دی ،چې وګړي يې په دودیز ډول دمخدره توکو کښت نه کوي ،نو داړوند وزارت دپالیسۍ له مخې هرکال دیو میلیون ډالرو د جایزې حقدار (مستحق) ګرځي ،چې له دې پیسو د روغتونونو ،ښوونځیو او نورو ټولګټو پروژو په پلي کیدو کې ګټه پورته کیږي.

خبریال/نجیب الله الوخیل-خوست

XS
SM
MD
LG