د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شيلګر جګړه د ۱۷ طالبانو په مرګ پای ته ورسېده




د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د پيل شوي پاڅون جنګيالي وايي چې له وسله والو سره پيل شوې پرونۍ جګړه يې تېر ماښام پای ته ورسېده.

پاڅون کوونکيو وړمه شپه د شيلګر په څو کليو کې د طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي وو چې وروسته بيا پرون سهار د دواړو غاړو تر مېنځ په محکم کلي کې جګړه پيل شوه او کرۍ ورځ يې يو د بل په ويشتو تېره کړه.

پاڅون کوونکي وايي په دغه جګړه کې يې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده چې اوس لا هم د طالبانو له ډلې د اوولسو تنو مړي د جګړې په ميدان کې پراته دي.

دوی وايي په دې سربېره مو لس تنه وسله وال طالبان ژوندي نيولي دي چې پکې د وزيرستان وزير او د پاکستان پنجابيان هم شامل دي.

د شيلګر د ولسي پاڅون يو تن غړی حاجي هيبت شاه وايي، چې په وژلو شويو کسانو کې هم زيات پاکستانيان دي.

دی وايي دوو تنو د ښځو جامې اغوستې وې او هڅه کوله چې له محاصره شوي کلي څخه ووزي خو پاڅون کوونکيو پېژندلي او نيولي يې دي.

(( دغه جګړه چې پرون سهار شروع شوې وه پرون ماښام پای ته ورسېده. د پاڅون جنګياليو طالبانو په د محکم په کلي کې سخت محاصره کړي وو او تمامه ورځ يې ورسره جګړه وکړه. په دغه جګړه کې د وژلو شويو اوولسو تنو جسدونه اوس هم د جګړې پر ميدان پراته دي او لس نور مو ژوندي نيولي دي چې زيات يې پاکستاني وزير او پنجابيان دي. په نيولو شويو کسانو کې يې دوو تنو د ښځو جامې اغوستې وي اوغوښتل يې د ښځو په جامو کې د جګړې له ميدانه ووزي خو پاڅون کوونکيو وپېژندل او ژوندي يې ونيول ))

حاجي هيبت شاه وايي په دغه جګړه کې تر پايه پورې د دوی جنګياليو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.
خو بله خوا بيا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه نښته کې يې ملګرو نهه تنه بهرني او کورني سرتېري وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

مجاهد وايي په دغه جګړه کې د دوی له لوري هم درې تنه طالبان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې هم په شيلګر کې د پاڅون کوونکيو او طالبانو تر مېنځ جګړې شوې وې خو دا لومړنۍ جګړه وه چې بشپړه ورځ يې دوام وکړ.

وسله وال طالبان پاڅون کوونکي د بهرنيانو او دولت ملګري بولي خو پاڅون کوونکي بيا وايي چې که يې افغان دولت او په ځانګړې توګه د غزني چارواکي د لارې خنډ شوي نه وای اوس به يې ډېرې ولسوالۍ له وسله والو څخه پاکې کړې وای.

سید شاه سقیم غزنی

XS
SM
MD
LG