د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ملالې روغتیا له پاره دوعاګانې


باز محمد عابد

جلال اباد - د خالي په ورځ د افغانستان د پوهنې وزارت د فرمان په اساس د هيواد د ټولو ښوونځيو او علمي موسسو په څير په ننګرهار کې هم د ملالۍ يوسفزۍ د روغتيا لپاره دعاګانې وشوې.



په همدې مناسبت دد جلال اباد په بي بي زينب ښوونځي کې يوه غونډه هم جوړه شوې وه.


د ننګرهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال اول ګل ابو زاهد د پوهنې وزارت پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي ول:

((د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت پر ملالۍ يوسفزۍ د پوهې او علم د بزدلو دښمنانو بې رحمانه حمله په کلکه غندي، نوموړې حمله د خدای پاک پر يوې تاکيدي فريضه باندې حمله ګڼي او د ملالۍ پياوړې ارادې ته د احترام په موخه د افغانستان په ۱۵۵۰۰ ښوونځيو او تعليمي موسساتو مسووليونو ته لارښوونه کوي چې د شنبې / خالي په ورځ د تلې په ۲۲ نيټه له ملي سرود وروسته ټول زده کوونکي او طالبعلمان او محصلين د اغلې ملالۍ ي،سفزۍ ته د لوی خدای ج له درباره څخه د عاجلې شفاء دعا وکړي.))

له پيغام وروسته د قرآن کريم څو اياتونو تلاوت شول او په جمعه ټولو شاګردانو خپل لاسونه کچکول کړل او د الله تعالی څخه يې د ملالۍ د روغې سټې دعا وغوښتله.

د بي بي زينب ښوونځي دوه تنو نجونو د ملالۍ په وړاندې خپل تاثرات له مشال راډيو سره څه دا رنګې شريک کړل.

د فضيله غوث په نوم يوه زده کوونکي وايي:

((دا يو څرګند حقيقت دی چې ملاله يوسفزۍ په هر ډګر کې زموږ د حقوقو غوښتونکي وه. او هغې په دې کم عمر کې وکولای شول چې د نجونو د حقوقو غږ پورته کړي. هغو ظالمانو چې په ملالۍ بې رحمانه بريد کړی، هغوی ته دې الله تعالی د نيکۍ هدايت وکړي خدای دې وکړي چې ملالې ته روغتيا په نصيب شي.))

د بصيره نوري په نوم يوه بله زده کوونکي وايي:

((ملاله هغه پښتنه ده چې خپل نوم يې په تاريخ کې ځلانده کړو. دا کوم بزدلانه عمل چې د هغې په وړاندې شوی، موږ خو د هغوی په وړاندې څه نه شو کولای خو الله دې ورته د نيکې هدايت وکړي، چې په راتلونکې کې داسې کارونه له شاګردانو سره ونه کړي، موږ په کورونو کې هم دعاګانې کړي او دلته موږ هم په دعاګانې وکړي چې ملالۍ ته خدای روغه سټه په نصيب کړي.))

ياده دې وي ملاله يوسفزۍ د ۱۳۹۱ کال د تلې په ۱۸ (د ۲۰۱۲ز کال د اکتوبر پر نهمه) نيټه هغه مهال چې له ښوونځي څخه د کور په لور روانه وه د سوات په مرکز مينګوره سيدو شريف روډ وسله والو په ګوليو وويشته.چې په سر او غاړه يې ژور ټپونه واخيستل، چې اوس د راولپېنډۍ په فوځي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

که څه هم دغه بريد د پاکستان او افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د ولسونو او پوهنيزو کړيو له خوا په سختو ټکو کې وغندل شو خو بيا يې هم پړه پاکستاني طالبانو په خپله غاړه واخيسته.
XS
SM
MD
LG