د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان یوازې نه پرېږدو"


د نېټو مشر اندرې فوغ راسموسین
د نېټو مشر اندرې فوغ راسموسین




نېټو او امریکا ویلي د افغان ملي ځواکونو له لیکو پر بهرنیو سرتېرو بریدونه د ناټو نړیوال سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کې له خپله مامورییته( مشن) ونه دروي.

د نېټو مشر اندرې فوغ راسموسین او دامریکا وزیر دفاع لیوون پنیټا دا بیان پرون په ګډه په برسلز کې د نېټو هېوادونو د دفاع دوزیرانو دغونډې په پای کې ورکړ.

پر نړیوالو سرتېرو د افغان پولیسو او پوځیانو په بریدونو کې سږکال خوا اوشا ۵۰ بهرني عسکر وژل شوي دي.

دې پیښو داسې اندیښنې راپورته کړې وې چې ددې بریدونو په نتیجه کې به د افغان او نېټو ځواکونو ترمنځه باور کم شي. او د نېټو هېوادونو لخوا به ولسي ملاتړ ته زیان ورسي.

راسموسین وویل، چې دا حالات یو حقیقي چیلینج دی او ژمنه یې وکړه چې د دې د مخنیوي لپاره به ګامونه پورته کوي.

دا راز پنیټا هم د نېټو اتحادي هېوادونو ته یو ځلي بیا باور ورکړ چې په پوځ د اندروني بریدونو په لړ کې یې چټک ګامونه پورته کړي دي.

د پنیټا پر خپلو ایتلافي هېوادونو ږغ وکړ چې په افغانستان کې د امنیتي مرستندویه ډلو د کمي پوره کولو کې د لاس یوسي. نوموړي وویل چې د راتلونکې میاشتې تر پایه باید ۵۸ ډلې تشکیل کړل شي چې د افغان ځواکونو په ظرفییت او وړتیا د دې جوګه کړي چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته افغان ځواکونه د خپل هېواد امنیتي چارې په خپله سمبال کړي.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د اکتوبر په لسمه نېټه پای ته ورسېده.

په دې غونډې کې ناټو افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې په امنیتي برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي او تر دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته به هم له افغانانو سره کومک کوي.

د افغانستان د دفاع وزیر ترغونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې ناټو افغانستان ته د درنو وسلو د سپارلو پخوانۍ ژمنه د بروکسل په غونډه کې بیا وکړه.

د ناټو عمومي منشي اندرې فوغ راسموسن پرون(د چارشنبې ورځ) څرګنده کړه، چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته به په افغانستان کې امنیتي خلا رامنځته نه شي:

«موږ په ټینګار دا وایو، چې شاته امنیتي خلا نه پریږدو. برعکس موږ یوه ستراتیژي جوړه کړې ده، چې د هغې له مخې به موږ ډیر غښتلی افغان پوځ تیار کړو، چې کله د ایساف اوسنی ماموریت پای ته رسیږي نو دوی به یې ځای ونیسي او زه د هغو څرګندونو له مخې ډاډه یم، چې نن مې له مشرانو واوریدې، زه مطمین یم چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به تر دوه زره څوارلسم کال وروسته وتوانیږي چې بشپړ امنیتي مسوولیت ومني.»

د نړېوال بحران ډلې تیره دوشنبه په خپل رپوټ کې اندیښنه څرګنده کړه، چې له افغانستانه به د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعيت داسې خراب شي، چې د کابل حکومت به نسکورشي، خو په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا هم افغانانو ته ډاډ ورکړ چې تر هغو به نړیواله ټولنه خپلو هڅو ته په افغانستان کې دوام ورکوي چې دنده یې پای ته نه وې رسولې:

«اوږده لاره مو وهلې ده، ډیرې جګړې مو وکړې، موږ دلته خپلې ډیرې ویني توی کړې، چې دا وظیفه پای ته ورسوو»

د دې سربیره، چې د امریکا دفاع وزیر او د ناټو عمومي منشي افغانانو ته د بروکسل په غونډه کې ډاډ ورکړ چې له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ناټو د افغانستان امنیتي چارو ته توجه کوي، د افغانستان دفاع وزیر بسم اله محمدي وویل چې ستونزې مو مخې ته پرتې دي او د ناټو غړیو هیوادو یو ځل بیا خپلې کړې ژمنې په بروکسل کې وکړې چې ترسره به یې کړي:

«د هوایي ځواکونو او دافع هوا ستونزه لرو، د توپچي ستونزه لرو، د درنو وسلو ستونزه لرو، همداراز د ماین ستره ستونزه لرو، باید داسې وسایل موږ ته راکړي، چې ماینونه پرې پیدا کړو او دلته ناټو د هغې ژمنې له مخې چې مخکې یې کړې وه، په یوه خوله یې وویل چې له افغانستان سره به مرسته وکړي.»

د افغانستان دفاع وزیر په بروکسل کې مشال راډیو ته وویل، که چیرته ناټو د درنو وسلو په برخه کې خپلې ژمنې تر دوه زره څوارلسم کاله ترسره نه کړې، افغانان بیا هم کولی شي چې په خپله د خپلې خاورې دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG