د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل له امریکا سره د خبرو تیاری کوي




امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال د افغانستان په حکومت کې د قامي امنييت د سلاکار رنګين دادفر سپنتا خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د دې هېواد دا غوښتنه چې نور دې نو له امريکايي ځواکونو د دوئ د عملياتو په اړه پوښتنه وشي، به په افغانستان کې د دغو ځواکونو د اوږدې مودې د حضور په اړه د افغان او امريکايي حکومتونو تر منځ د خبرو اترو پيل شوې لړۍ اغېزمنه کړي.

د ورځپاڼې په خبره، تر ټولو زياته اغېزه به د امريکا په هغه نفوذ وشي چې په راتلونکي کې به يې په ستراتيژيکي توګه په يوه حساسه سيمه کې ولري. آيا امريکا به وکولای شي چې په افغانستان او د ګاونډي پاکستان په قبايلي سيمه کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر ضد جګړه وکړي؟

ورځپاڼه زياتوي، کابل پر امريکا د افغان ځواکونو پر نويو او ګرانو وسلو، ټانکونو او جنګي جهازونو د سمبالولو لپاره هم فشار اچوي، کوم چې امريکايي چارواکي ردوي او وايي چې افغانستان د ياغيتوب پر ضد جګړې لپاره دغه رقم پر مختلليو وسايلو ته اړتيا نه لري او نه يې هم په کارولو پوهېږي.

وال سټريټ ژورنال کاږي، د ستراتيژيکې ملګرتيا د هغه تړون پر اساس چې د امريکا او افغانستان ولسمشرانو په تېره مۍ مياشت کې لاسليک کړ، دواړه هېوادونه بايد د راتلونکي يو کال په موده کې د دوه اړخيزه امنيت يوه موافقه هم بشپړ کړي.

اوباما، رومني: د افغانستان جګړې ته نه پام مو خپل تاوان

بلخوا د امريکايي ټيلي ويژن سي اين اين په ويب پاڼه يوه مقاله خپره شوې چې په کې راغلي، په داسې حال کې چې امريکايان د دغه هېواد ولسمشريزه انتخاباتو ته تيارۍ نيسي، افغانان له دې کبله چې په دغه کمپاين کې د افغان جنګ مساله څنډې ته وهل شوې، وېرې اخيستي دي.

خو سي اين اين وايي که سپينه ماڼۍ چيرې د يوولس کلنې افغان جګړې د ستراتېژۍ په دې نازکه مرحله کې کوم بدلون راولي، نو د افغانستان لپاره به هغسې پايلې چې د پخواني امريکايي ولسمشر جارج ډبليو بش په دوره کې مخې ته راغلې وې، ولري.

د سي اين اين مقاله زياتوي، يوه عامه بحث ته اړتيا ده چط مالومه شي، براک اوباما او يا هم د هغه سيال مېټ رومني، له ۲۰۱۴ م کال وروسته چې امريکايي ځواکونه به له افغانستانه وتلي وي، د دغه هېواد په اړه څه پلان لري. د سي اين اين د ليکنې تر مخه، دا ځکه هم مهم دي چې د افغانستان د نيږدې راتلونکي ثبات، په تېره د دغه هېواد اقتصاد، دغلته د امريکايي حضور له خبرې سره تړلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG