د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له ۲۰۱۴م کال وروسته کړکېچ ته مخامېدای شي




په يوه نوې څېړنه کې خبردارى ورکړل شوى- په داسې حال کې، چې له افغانستانه د ناټو په مشرۍ جنګي ځواکونه وځي او افغان دولت په ٢٠١٤م کال کې امنيتي مسووليتونه اخلي، افغانستان د ويجاړوونکي سياسي بحران خوا ته روان دى.

دغه راپور په برسلز کي میشت د نړیوال کړکېچ ډله چې خپل ځان یو خپلواک غیر حکومتي تنظیم بولي د خونړیو شخړو مخنیوی کوي چمتو کړی دی.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې کارپوه کينډس رانډوس ويلي، داسې ریښتنی خطر بریښي چې په ۲۰۱۴م کال له افغانستانه د ناټو پوځيانو تر وتو وروسته افغان حکومت راپورزېدلای شي.

ده ويلي: افغان پوځ او پوليس په پښو ولاړ نه دي او امنيتي مسووليتو ته تيارى نه لري.

په راپور کې راغلي، که چېرې افغان دولت ونه توانېږي راتلونکي انتخابات په عادلانه ډول ترسره کړي، د افغانستان ثبات به راتلونکى ګواښ وي.

دغه راپور د امريکا په مشرۍ د افغان جګړې د يوولسو کلونو د پوره کېدو په مناسبت خپور شوى. دغه جګړه د طالبانو د رژيم د نسکورېدو سبب شوه.

امريکا په افغانستان کې خپله مبارزه د ٢٠٠١م کال د اکتوبر پر اوومه پيل کړه، چې طالبان يې له واک څخه ليرې کړل، چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن ته يې پناه ورکړې وه.

بن لادن د سپټمبر د يوولسمې د بريد په تنظيم تورن و، پر امريکا په هغه بريد کې نژدې ٣٠۰٠ کسان وژل شوي وو.

په دې راپور کې د افغانستان پر راتلونکو انتخاباتو، د ولسمشر کرزي له خوا د واک پر پاتې کېدو او ځينو نورو مسايلو خبرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG