د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وردګو کې څلور وسله وال وژل شوي دي



سید شاه سقیم

چارواکي وايي، افغان او بهرنيو سرتېرو د شنبې پر ورځ، د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد ګډ عمليات کړي ډي چې په پايله کې يې د وسله والو طالبانو هغه قومندان چې تېره مياشت يې د چک ولسوال اسماعيل وژلی وو له خپلو څو تنو ملګرو سره وژل شوی دی.


چارواکي وايي ګډو ځواکونو دغه عمليات نن د چک ولسوالۍ په رشيدانو کلي کې کړي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد د چک د وژل شوي ولسوال اسماعيل وفا قاتل ملا نقيب الله نومېده او پېنځه نور ملګري يې هم نن ورسره يو ځای وژل شوي دی.

دی وايي افغان او بهرنيو سرتېرو ته د وسله والو زياته وسلې هم لاسته ورغلې دي.

((نن د چک ولسوالۍ د رشيدانو په سيمه کې د وسله والو هغه قومندان چې يوه مياشت وړاندې يې د چک ولسوال وژلی وو له پېنځو ملګرو سره وژل شول دی. د عملياتو پر مهال هغه وسلې هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي چې ولسوال صاحب يې ورباندې وژلی وو. ))

شاهد زياتوي چې تېره ورځ د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد ورته عمليات کړي وو چې پکې درې تنه ځانمرګي بريد کوونکي چې په ځانونو پسې يې په بمونو بار واسکټونه تړل وژل شوي دي.

دی وايي د عملياتو پر مهال د ځانمرګيو پېنځه تنه ملګري ژوندي هم نيول شوي دي.

((د ميدان وردګو د جغتو ولسوالۍ د مولې په سيمه کې درې تنه ځانمرګي بريد کوونکي چې په يو ځای کې سره را ټول شوي وو د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي او پېنځه ملګري يې ژوندي نيول شوي دي. په دې عملياتو کې ګډو ځواکونو د وسله والو طالبانو وسلې او چاودېدونکي توکي هم لاسته ورغلي دي.))

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
په چک ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې هم ګډو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات کړي ول چې په کې د يو قومندان په ګډون پېنځه تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.
XS
SM
MD
LG