د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ښوونکو ورځ لمانځنه او د هغوی ستونزې



نجیب الله الوخیل – مشال راډيو

په خوست ولایت کې د ښوونکو جشن داسې مهال لمانځل کیږي ،چې ځینې معلمان د یو شمیر ټولنیزو او اقتصادي ستونزو یادونه کوي. دوی وايي ،چې په معاشونو او تنخواوو يې کورنۍ اړتیاوې نه پوره کیږي، د سرپناه او د کورونو د نه شتون ستونزې يې پر ځای دي او نه هم په ټولنه کې دوی ته درناوی کېږي.

دښوونکو د فعالیتونو پروړاندې امنیتي ننګونې شته او په اساسي توګه داسې روزنیزې برنامې هم د دوی لپاره نشته، چې د خپل ظرفیت او استعداد لوړولو او یا هم د معاصر ښوونیز سیسټم سره د دوی په بلدولو کې مرسته وکړي.

یو ښوونکی محمدقسیم اخوندزاده وايي: (( د ښوونکو لپاره ترانسپورتي ستونزې شته، د دوی لپاره د کورونو انتظام نشته، د ښوونکو معاشونه هم لږدي او د کور خرچې نه یې پوره کوي.))

یو بل ښوونکی لاهورجان هم ورته نظر لري او زیاتوي ،چې د ښوونکیو ستونزې پریمانه دي، د معاشونو ستونزې يې مهمه ده، معلم ته نن سبا زموږ په ټولنه کې په دومره کم نظر کتل کیږي،چې ته به وايې اصلاً ښوونکی هیڅ مانا نه لري.

یو شمیر قومي مشران ،چې دمعلم جشن د لمانځنې لپاره دولس غږ خصوصي لیسې په انګړ کې راغونډ شوي ول، په خپلو څرګندونو کې يې له حکومته غوښتنه کوله ،چې د دې ټولنې د راتلونکي نسل دنیکمرغه مستقبل د جوړولو لپاره دې د ښونکو لپار ه وړ او مناسب شرایط برابر کړي. دوی یادونه کوله، چې دا مهال ډیری ښوونکي پدې هڅه کې دي، تر څو د حکومتي ښوونځیو پر ځای خصوصي سکټور کې فعالیت ولري، ځکه د هغوی امتیازات په نسبي ډول ښه دي.

یو قومي مشر حاجي حیدرګل وویل : (استادان شته، تکړه دي خو څارنه يې نشته، دوی بیدیاني کارونه ،نه پریږدي ځکه معاشونه يې لږ دي، دولت باید د دوی د معاشونو لوړولو ته توجه وکړي، تر څو دوی روحاً او جسماً یوازې خپله ټوله توجه روزنې ته واړوي.))

یو بل قومي مشر حاجي میر بازخان وايي، چې دوی په قومي کچه د ښوونکو د ژوند او معیشت د ښه کولو لپاره ځینې کوښښونه کړي دي:

((موږ څو تنه قومي مشران څه موده وړاندې کابل ته تللي وو، د یوشمیر وزارتونو له مشرانو سره مو ولیدل، دمعارف وزارت مشرانو ته مو وویل، چې یو خو په خوست کې دښوونکو شمیر کافي نه دی او بل دا چې دښوونکیو معاشونه ډیر لږ دي نو باید د دوی معاشونه لوړ شي.))

دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړی څیړندوی بسم الله حقمل په خپلو خبرو کې ترظاهري امکاناتو اونورو مادیاتو دمعلم موقف او خدمت لوړ بولي. دی وايي، چې ښوونکي باید په همدې محدودو امکاناتو هم دشاګردانو په روزنه کې کارنده ونډه واخلي :

((د استادانو پروړاندې له امنیتي ستونزو رانیولې بیا تر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پورې ډیر مشکل شته، خو زما هیله دا ده چې معلمان خپل شاګردان د وطن له اوسنیوغوښتنو سره سم وروزي،هغه نړیوال اصول ،چې اوس يې مترقي ښوونه او روزنه بولي دهغې مطابق روزنه ورکړي او همدا به برجسته ښوونکی وي .))

که څه هم دپوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردګ دپنجشنبې په ورځ پلازمینه کابل کې دښوونکيو په جشن کې ژمنه وکړه، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به دښوونکو د سرپناه ټولنیزه ستونزه هواره کړي، خو ډیری ښوونکي دې ژمنې ته د شک په نظر ګوري او وايي، چې د سرپناوو د ویش روان بهیر ته په کتو دوی ته د سرپناه ورکول تش خیال او دخوب لیدل دي او بس.

XS
SM
MD
LG