د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپېنې ماڼۍ سیالۍ ته د اوباما او رومني لومړی بحث


د اوباما او رومني لومړۍ مناظره پر اقتصاد راګرځېده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:31 0:00

د اوباما او رومني لومړۍ مناظره پر اقتصاد راګرځېده



بشير ګواښ مشال راډيو

پراګ:- د امريکا د ولسمشريزو انتخاباتو د کمپاین په لړ کې د ولسمشرۍ لپاره نامزدو کانديدانو اوسني امريکايي اولسمشر باراک اوباما او د هغه سيال ميټ رامني پر کورنيوو موضوعاتو بحث وکړ خو تر څنګ يې ښاغلي اوباما دا هم وويل، چې په تيرو څلورو کلونو کې يې د عراق جګړه ختمه کړي او افغانستان کې به يې هم زر ختمه کړي.

د امريکايي ولسمشر او ډيموکریټ ګوند باراک اوباما او د ریپبلیکن پارټۍ له خوا د هغه سيال نامزد، میټ رامني له دريوو ولسمشريزو بحثونو څخه په لومړي هغه کې د امريکا پر اقتصاد، د روزګار پر زياتولو او ښه حکومتدارۍ خبرې وکړي.

باراک اوباما وويل، چې په عراق کې يې جګړه ختمه کړي او افغانستان کې به يې ډيره زره ختمه کړي. نوموړي زياته کړه چې تير ریپبليکن ګوند حکومت ورته ډيرې اقتصادي مسلې پریښي وي خو د هغه په وينا په تيرو څلورو کلونو کې يې ډير کار کړی.

((کله چې ما د ولسمشر په توګه کار شروع کړ نو موږ له يو ټريلين ډالرو څخه د زياتو پيسو له خسارې سره مخامخ وو. موږ ټول په دې پوهيږو چې دا حالت چا راوستی وو. د امريکايانو پيسې پر دوو جګړو لګيدلې، ډيرو پروګرامونو ته پیسې نه وي ورکړل شوې او د يو لوی اقتصادي بحران سره مخامخ وو خو موږ بيا هم ويلي چې بايد د نور بحران څخه د بچ کيدو لپاره ځينې بيړني ګامونه واخلو او هغه شيان راکم کړو چې زموږ پرمختګ کې مرسته نه کوي. پوښتنه دا نه ده چې موږ چيرته يو، پوښتنه دا ده چې موږ چيرته راوان يو؟))

باراک اوباما زياته کړه چې د اقتصاد د ښه کولو او خرچو کمولو په لړ کې يې ګامونه اخیستي:

((لکه څرنګه چې مو په عراق کې جګړه ختمه کړه، همداسې به يې په افغانستان کې ختموو. موږ په القاعده او اسامه بن لادن پسې لاړو. دا مو په داسې حال کې وکړل چې په ايوان نمايڼده ګان کې د ریپبليکن ګوند اکثريت دی.))

خو د باراک اوباما سيال میټ رامني وويل چې د ولسمشر پالیسۍ د امريکا د مسايلو حل نه دی:

((د ولسمشر نظريات همغسې دي لکه څرنګه يې چې څلور کاله پخوا د ولسمشرۍ لپاره د کانديدو پر مهال وو. دا نظريات د لوی حکومت، ډيرو خرچو، ډيرو ټيکسونو او ډيرو قانونونو درلودل دي. دا د امريکايانو د مسلو جواب نه دی. جواب يې دا دی چې موږ مسلې حل کولی شو خو د دې لپاره به بيله لاره غوره کوو او دا لاره د ولسمشر خوښه کړې لاره نه ده.))

د يادونې وړ ده چې امريکايان به د ډيموکريټ ګوند او اوسني اولسمشر باراک او باما او ريپبلیکن ګوند، میټ رامني ترمنځ يو د نومبر په میاشت کې د شروع کيدونکو ووټونو له لارې د د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپل ولسمشر په توګه ټاکي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG