د لاسرسي ځای

تازه خبر

مساپر وايي،پي آی اې دې کابل ته خپلې کرایې ټیټې کړي


صالح محمد صالح


د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت مشرتابه يو هيئت ټاکلى چې د پاکستان د نړيوال هوايي شرکت يا P.I.A د ګرانو ټکټونو مسئله وڅېړي.


د دغه وزارت وياند ننګيالي کلاتوال وويل دغه هيئت سر له بلې اوونۍ خپل کار پيلوي.

د ده په خبره وروسته له هغه چې د دې پاکستاني شرکت له ګرانو ټکټونو څخه د خلکو شکايتونه ورورسېدل په دې باب يې د بررسۍ پرېکړه وکړه:

”څرنګه چې موږ د يوه دقيقې محاسبې او پلان له مخې بيه ټاکو، تر ارزونې وروسته ويلاى شو، چې پاکستانى شرکت تر ټاکلې فيصدۍ ټکټونه څومره ګران خرڅوي، که د دې شرکت بيې لوړې وي، دوى مجبوره دي، خپلې بيې راټيټې کړي“

د پاکستان P.I.A هوايي شرکت په اوونۍ کې پنځه ځلې مسافرين له کابله اسلام اباد ته لېږدوي. خلک وايي د دې شرکت ټکټونه ډېر ګران دي چې دوى يې وس نه لري. ځينې افغانان د لارو د ناامنيو له کبله په الوتکو کې سفرونه کوي.

ولې افغان هوايي شرکتونه پاکستان ته الوتنې نه کوي؟

دغه پوښتنه د ترانسپورت او هوايي چلن د وزارت له وياند ننګيالي کلاتوال څخه وشوه:


”علت دا دى چې د پاکستان په مسير کې خلک لږ تګ راتګ کوي او دوى ته ځمکنى ترانسپورت زيات ارزانه تمامېږي. ځکه نو زموږ خپل هوايي شرکتونه لېوال نه دي، چې پر دې مسير الوتنې وکړي، بله دا چې مسافر هم کم دي“

افغان حکومت د افغانستان هوايي قلمرو د ټولو بهرنيو هوايي شرکتونو لپاره پرانيستى ساتلى دى.

هدف دا ښوول شوى چې مسافرو ته د هوايي شرکتونو له خوا غوره او معياري خدمات وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG