د لاسرسي ځای

تازه خبر

'قافله به شي د امن، په ګلونو کې روانه'


نجیب الله الوخېل

د افغانستان خوست ولايت له مرکزه د سولې کاروان په نوم یوه لویه قافله، چې په سلګونو کسان په کې ول ، د دې ولايت شمال لويديځ لورې کې ځاځي ميدان ولسوالۍ ته سفر وکړ.


ځاځي ميدان ولسوالي چې د خوست د دوو نا امنو ولسواليو ور اخوا دسرحد په اوږدو کې پرته ده، له مخکې ورته دپوځي ادارو لخوا د لارې په اوږدو کې امنيتي تدابير نيول شوي ول.

د یاد کاروان د تاوده هرکلي لپاره د ځاځي ميدان په شروع کيدو سره د دې سمسورې او ابادې سيمې د غونډيو پر سر او ژورو شيلو کې اباد شوي خاورين کورونه او ابادۍ د افغانستان په ملي بيرغونو، هیوادنيو شعارونو، د سولې او ملي يوالي په پيغامونو مزين ګرځيدلي وو.

ځاځي ميدان ښارګوټي ته څیرمه د سړک په يوه او بله غاړه کې د يادې ولسوالۍ په سلګونو سيمه وال او د ښونځيو زده کونکي د سولې د کاروان قافلې ته په ليکو کې ولاړ و او ميلمانه يې په غبرګو ډولونو، ګرمو ولولو ، شعارونو او اتڼونو سره لمانځل.

وروسته د سولې کاروان ګډونوالو په هغه پراخه راټولیدنه کې ګډون وکړ، چې د خیبر پښتونخوا پولې ته څیرمه د الګاډي سيمې د يوه ښونځي په انګړ کې جوړه شوي وه.

د ځاځي ميدان ولسوال محمد يونس ځدراڼ په پيل کې د سولې کاروان حاضرینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې ټولو ته معلومه ده، چې د ځاځي ميدان خلک سوله خوښونکي خلک دي او د سولې دټینګښت لپاره يې بې مثاله قربانۍ ورکړي دي.

د ولايتي شورا وکيل او د يادې ولسوالۍ اوسيدونکي ګل محمد ځاځي وويل، چې د دې نظام د ټينګښت لپاره دحامدکرزي دحکومت په کلونو کې د دوى اته سوه پنځوس ځوانان وژل شوي ، ګڼ ټپيان دي او دوى لدې کبله ډیر یتیمان ،کونډې او بورې میندې لري :

((تاسو ته مالومامه ده ،چې د کرزي صاحبب دحکومت په کلونو کې زموږ دسیمې 850ځوانان وژل شوي ،ددوی میندې بورې ،ښځې يې کونډې اوماشومان يې یتیمان راته پانې شوي دي ،نو پکار ده ددوی اولادونو او کورنیو ته دصحت ،معرف او نورو ډګرونو کې ځانګړې پاملرنه وشي.))

دسیمې یو تن دیني عالم وویل،که ددې ولسوالۍ خلکو خپل امن او یووالۍ ساتلی ،نو له ځان سره يې احسان کړی دی ،داخلک حکومت پلوي خلک دی او له نظام څخه ساتنه او دفاع کوي:))زموږ قوم ډیر غیرتي قوم دی ،صادق قوم دی او له موجوده حکومت سره دوی خپل ملاتړ اعلان دی، دوی په دې کار له خپلو بچیانو سره احسان کوي ،له دې سره د دوی پت او حیثیت ،شان او شوکت ساتلی شوی دی.))

په دې مراسمو کې یو تن قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ ددولت وسلوالو مخالفینو ته دسولې او ورورۍ بلنه ورکړه :(( زه پرهغه طالبانو ،چې له دولت سره په جګړه بوخت دي غږکوم ،چې نور دې له جګړې لاس واخلي ، او خپلې ستونزې دې دخبرو اترو له لارې حل و فصل کړي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي په خپله وینا کې دځاځي میدان ولسوالي د امن ،سولې او له غیرته ډکه ولسوالي وښوده او و يې ویل ،چې په دې ولسونو کې دا ایمانداري شته ،چې له عسکرو مخکې د وطن دساتنې په لاره کې قرباني ورکړي:

((ځاځي میدان ،چې دامن ولسوالي ده ،دغیرتونو ډکه ولسوالي ده ،پدې ولسوالي کې هغه ایمانداري او قوت شته ،چې زموږ له عسکرو څخه مخکې دوی قرباني ورکړیده او ورکوي يې.پدې کاروان کې دامن ،سولې ،ترقۍ،اسلامي ورورولۍ،یووالۍ ،تمدن ،دسرحدونو دساتنې او دفاع څرګند پیغام پروت دی.))

د کتونکو له انده، سره له دې ،چې د ځاځي میدان ولسوالۍ خلکو د سیمې امن او نظم ساتلی، خو حکومت او نړیوالې ټولنې په کې داسې بېلګه ییز کارونه نه دي تر سره کړي ،چې د خوست د نورو سیمو له پاره مثال شي او خلک هغې ته په کتو د اړوندو سیمو د امن ساتلو لپاره سترو قربانیو ته حاضر شي.
XS
SM
MD
LG