د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ماشومان د ترهګرۍ لپاره تيښتول کېږي"


د ماشومانو تيښتولو پر ضد د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن لاریون
د ماشومانو تيښتولو پر ضد د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن لاریون




نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان په کوټه کي د زیارت ( پنجشنبې) په ماسپېښین د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن له اړخه د ماشومانو د ورکېدو ضد یوه مظا هره تر سره شوه. مظاهره چیانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د ورکېدو پلټنې دې وکړي .

په دغه موقع د آرګنایزېشن مشرانو وېره څرګنده کړه، چې زیات امکان دا دی کېدای شي دغه ورک ماشومان به د ترهګرۍ او ناامنۍ لپاره استعمال کړل شي.

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن یو مرکزي مشر کبیر افغان له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل،٫٫ په تېره یوه نیمه میاشت کي شاوخوا ۱۴۰ ماشومان د کوټې له بېلا بېلو سیمو ورک شوي دي.دا ډېره لویه ستونزه ده او خلک یې بیخي ډېر ویرولي دي.خلک اوس خپل بچیان سکولانو ته په لیږلو وېرېږي اوهر وخت په دغه فکرونو کي وي چې آیا د دوی ماشومان به په خېر تر کوره را هم شي او که څنګه؟٬٬

کبیر افغان زیاته کړه،د دوی پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزېشن دا خپله ملي فریضه ګڼي چې خلک له دغه ستونزې خبر کړي او دوی یو تګ لاره جوړوي چې د ماشومانو د ورکېدو ستونزه څنګه هواره کړي او په دې اړه باید څه وکړي؟

نوموړي زیاته کړه، ٫٫تر اوسه د ۱۴۰ ورکو ماشومانو په اړه د هیچا له خوا داسې هیڅ خبر نه دی، او نه یې هم تېښتوونکو د تاوان یا پېسو غوښتنه کړېده. له دې دا څرګندېږي چې دا ماشومان به د یو خاص مقصد لپاره تېښتول شوي وي او زموږ دا وېره اوس په یقین بدله شوې چې ور ک ماشومان به په راتلونکي کي د ترهګرۍ او ناامنۍ خورولو لپاره وکارول شي.دوي به په ذهني توګه تیار (برېن واشنګ) کړل شي او دوي به د سیمې او ولس ضد په ترهګرو بریدونو کې استعمال کړل شي٬٬

د پښتونخوا سټوډنټس آرګنایزشن یو بل مشر،سمیع الله آغا هم وویل، چې ورک ماشومان به د یو خاص مقاصد لپاره تېښتول شوي دي.٫٫زموږ چې څه معلومات دي او تر کومه حده چې زموږ ذریعې دي، د دې ماشومانو عمرونه له ۵-۶ کلو نیولې بیا تر ۱۳ کلونو پوري دي .نو داسي امکان نشته،چې دوی دي له کورونو تېښتېدلي وي.ولې چې دومره واړه ماشومان له کورونو تېښتېدو ته زړه نه ښه کوي او هغه ماشومان پخپله تېښتې،کوم چې یو څه په عمر کي زیات وي.نو وېره دا ده،چې دا ماشومان په زوره او یا هم په یو خاص چل او طریقه پورته کړل شوي دي٬٬

بل اړخ ته د بلوچستان کورنو چارو محکمې د یادې مسلې نوټس اخیستی او په دغه لړ کي یې د پلټنو اعلان کړی.څو ورځې مخکې د بلوچستان کورنو چارو محکمې وزیر میر ظفرالله زهري رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د دوی محکمې د ستونزې د جاج اخیستلو او څارنې لپاره کار پیل کړی دی.

که څه هم چارواکیو د ماشومانو د ورکېدو پخلی کړی،خو په دغه لړ کې یې تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلې چې دوی چا د څه مقصد لپاره ورک کړي دي.که څه هم ځینې چارواکیو د ځینې ماشومانو ورکېدنه د دوی خپله رضا او له کوره پخپله تېښتدل بللي،خو خلکو او رسنیو د دوی نظر ردوي او او دغه ستونزې په خلکو زښته زیاته ویره خوره کړې.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې په یوه ورځپاڼه کې خادم حسين په خپله یوه مقاله کې د خيبر ايجنسۍ د خلکو له خولې د ماشومانو د تېښتولو ذکر کړی چې ویلي وو، طالبانو د سيمې شاو خوا ۱۲۰تنه ځوانان د جهادي ټريننګ لپاره يوه نامالومه ځای ته بیولي دي. د دوئ پلرونو او خپلو خپلوانو يې چې کله پوښتنه وکړه نو ورته وويل شول چې غږ و نه کړي او بايد انتظار وباسي چې بچيان يې يا خو شهيدان او يا هم غازيان شي.

ليکوال کاږي د پاکستان د امنييتي ادارو تحقيقاتي څانګې بايد د طالبانو د نفوذ د پراخېدو ټولنيز اړخونه وڅېړي. د خادم حسين په وينا، دغه ادارې بايد په پاکستان کې د روانې سخت دريځۍ سياسي، اقتصادي او کلتوري اړخونو ته هم پوره پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG