د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د پاکستانیو بریدونو غږ م.م ته ورساوه


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول





امريکايي ورځپاڼه واشنګټن وايې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول دملګرو ملتونو په امنيت شوری کې خبرداری ورکړی چې د پاکستان له لوري د دوی پر خاوره بمباري ددې هيواد له پاکستان سره اړيکي له خطر سره مخامخوي.

په داسې حال کې چې بمباري د دواړو هيوادونو ترمينځ تاوتريخوالی زيات کړی افغان حکومت سيمې ته اضافي عسکر او د اوږد واټن هدف ويښتونکې توپې لېږلې دي.

پاکستان پر افغانستان پرله پسې تور لګوي چې پر خپله خاوره په تيره بيا په کونړ کې يې اورپکو ته خوندي ځايونه ورکړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير حسين هارون ويلي ، هيواد يې له افغان پولي سره امنيتي ګامونه سخت کړي او پر پوله يې پوستې او ګزمي نورې هم زياتې کړي دي.


انساني حافظه په زړه پورې خاطرې یاد ساتي

بلخوا فارن افيئرز مجله بيا وايي، د اسامه بن لادن پر ضد د امريکايي عملياتو په اړه دوه نوي ليکل شوي کتابونه د تاريخ لومړني دستاويزونه بلل کيږي.

د نو ايزی ډې په نوم کتاب مټ بوسنټ چې خپله يې په عمليانو کې برخه اخستې وه ليکلی دی. ورځپاڼه وايي د سترګو ليدلی به دا وښي، چې د تاريخ دغه لويه پيښه به څه ډول ياده و ساتل شي.

خو دغه کتاب يوه مقابله هم رامينځ ته کړه او د ځانګړو عملياتو پخواني عسکر يې په يوه ډله کې را يوځای کړي دي.

دوی د بسونټ هدفونه او پر دغه موضوع دده نيمګړي معلومات تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

مجله وايې هغه څوک چې په دې کې ښکيل دي، ښکاري فکر کوي، چې دوی د نن ورځي کوم رښتيا په ډاګه کوي هغه به د سبا تاريخي ريکارډ سم کړي.

فارن افيئرز پوښتنه راپورته کوي چې په تاريخي حافظه کې به کومه کومه کیسه ژوندۍ پاته شي .

په ځواب کې مجله وايي پر ځای د دې چې رښتيا پخپله ځان په ډاګه کړي د دې انحصار د خبرونو له ګردابه د راوتو خبرونو، معلوماتو او دلائلو پر بنياد جوړ شوي انسانی پوهي او حافظه په څرنګوالي دی.

مجله وايې ، د اعصابو د ساینس او د ذهني هڅو په نتيجه کې رامينځ ته کيدونکې نفسيات پوهني د يوې پيړۍ تحقيق دا ښيي چې تاريخي حافظه تر څه ډول پړاونو تيريږي.

په انساني حافظه کې تفصيل نه بلکې د يوې پيښې څرک ژوندۍ پاته کيږي.

مجله زياتوی په انساني حافظه کې ترډيره پورې په زړه پورې يادونه ژوندي پاته کيږي لکه د می په دویمه چې کله د امريکا ځانګړو ځواکونو اسامه بن لادن ووژلی نو دا به په انساني حافظه کې بس همدومره پاته شي چې د ځانګړو ځواکونو شپږمې ډلې اسامه بن لادن ووژلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG