د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښور: له چاودنې ۸ تنه عام وګړي ووژل شول ۲۵ ژوبل


پېښور بیا بیا چاودنو ځپلی دی.
پېښور بیا بیا چاودنو ځپلی دی.


د پيښور کوهاټ روډ سره نژدې په سکیم چوک باچا ګړۍ کې يوې بمي چاؤدنې اته کسان وژلي او ۲۵ نور ژوبل دي. په ژوبلو کسانو کی ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بمي چاودنه د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې د کوهاټ اډې ته جوخت په یو موټر کې له اېښودل شويو بارودي موادو شوې چې په کې مړه او ژوبل ټول ولسي وګړي دي.

د مشال خبریال غلام غوث وايي، چې چاودنه دومره زوروره وه چې خواشا ۲۵ دوکانونو او کورونو ته یې ډېر سخت تاوان اړولی دی. او یو شمېر ګاړي هم تباه شوي دي.

د چاودنې وروسته په ليډي ريډنګ روغتون کې د مشال خبریال شبیر جان د ډاکټرانو له خولې وايي چې دوی ته وروړل شوي شاوه خوا اته مړي او ۲۵ ژوبل کسان ټول ولسي وګړي دي چې پنځه یې ډېر سخت ټپیان دي.

د مشال راډيو خبر يال غلام غوث د پېښور پولیس د اېډیشنل انسپېکټر جنرل شفقت ملک له خولې وايي، دا هم امکان کېدائ شي د برید هدف په دغه ځای کې د پاکستاني هوايي ځواک يو ګاړۍ وو. که څه هم په چاودنه کې د هغوی یو ګاړي ته زیان رسېدلی دی. خو لا تر اوسه په سرکاري کچه دا خبره نه ده شوې چې د هوايي ځواک ګاړۍ د برید هدف وو که څنګه. او نه هم د هوايي ځواک د ژوبلو په اړه راپورونه شته.

د چاودنې له ځایه دوه کلومیټره لرې د بډه بېرې هوايي ځواک مرکز پروت دی.

تر دا مهال د بمي چاؤدنې پړه هیڅ یوې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.

XS
SM
MD
LG