کراچۍ : د پاکستان په ستر صنعتي او کاروباري ښار کراچۍ کې پرله پسې دوه بمي چاودنې شوې چې په ترڅ کې یې اته کسان وژل شوي او تر شلو زیات ژوبل دي ـ ددې ترڅنګ په ښار کې د هدفي وژنو او اخ و ډب د پېښو سلسله هم روانه ده ـ
پولیس وایي دغه چاودنې د سېمې د په یو عام بازار کې شوي ، چې پکې د سړیو ترڅنګ ښځو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ـ
(( دا چاودنه تر یوې ونې لاندې د کیښودل شوو چاویدونکو موادو څخه شوې ده ـ دغه مواد د ریموټ کنټرول په ذریعه چول شوي دي ـ دې کې چرې هم استعمال شوي دي ـ دې کې اته کسان وژل شوي دي او د ۲۰ نه تر ۲۵ پورې کسان پکې ژوبل شوي دي ))
عیني ګواهان وایی چاودنه دومره زوره وره وه چې اواز یې څو کیلومیټره لېرې هم واوریدل شو ـ او د خواوشا ودانیو شیشۍ ماتې شوې ـ د مظهر مشواڼي په خبره په چاودنه کې د بوري (بوهري)قام په نښه کیدو کوشش شوی دی ـ بوري قام ځانګړی دین او جوماتونه لري او دوي له تېرې اوږدې مودې راهسې په کراچۍ کې استوګن دي ـ
د کورنیو چارو مرکزي وزیر رحمان ملک ویلي دي چې د مخکې نه ورته مالومه وه چې په کراچۍ کې دغه ډول حملې کیدې شي ـ نوموړي زیاته کړه ددغه ډول نورو حملو امکان هم شتون لري او په دې موخه یې په کراچۍ ښار کې امنیتي سرتیرو ته حکم کړی دی چې بیلابیلو سېمو کې دې خپلې ګزمې زیاتي کړي
((ما ۴ ورځې مخکې په کراچۍ کې ویلي ول چې ددې خطر دی چې دوﺉ به چاودنې کوي ،د تحریک طالبان پاکستان او نورو هغو ډلو لخوا کومې چې پاکستان نارامه کول غواړي ، د هغوﺉ دا هڅه ده چې په دې توګه ویره خوره کړي او مرګ ژوبله واړوه وي ـ کیداﺉ شي په راتلونکې کې په کراچۍ کې دغه ډول نورې چاودنې هم وشي ))
د سند صوبې د پولیسو مشر فیاض لغاري واي، چې د چاودنو په اړه یې پلټونکې ډله جوړه کړې ده او پولیسو ته یې حکم کړی دی چې د ښار په مختلفو سیمو کې ګزمې زیاتې کړي ـ خو ددې ترڅنګ په ښار کې د هدفي وژنو او اخ و ډب لړۍ هم دوام لري ـ
د ښار په پاک کالونۍ سېمه کې نامالومه وسله والو د مغربي کراچۍ تعلیم د محکمې مرستیال ډاریکټر په ډزو وژلی دی ـ د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي وژل شوی تن معین خان غم په سر نومیده او هغه د یاد ګوند د سند کونسل ممبر وو ـ دوﺉ زیاتوي معین خان غم په سر د عوامي نیشنل ګوند د سند څانګې پخوانی مرستیال مشر وو او هغه د پښتون سټوډنټس فیډریشن له پخوانیو مخکښو مشرانو څخه وو ـ
د ډزو په نورو پېښو کې دښار په بیلا بیلو برخو کې د ژغورنې د ادارو په وینا د بیګا شپې راهیسې لږ تر لږه اته نور کسان وژل شوي دي ـ