د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګاونډیانو لخوا افغانستان ته د وسلې لیږل زیات شوې


د افغانستان د هرات ولایت والي داود شاه سبا وايي د ځينو ګاونډيو هېوادونو له خوا په افغانستان کې د حکومت مخالفینو ته د وسلو ورکړه دوام لري.

داودشاه سبا پرون وويل دا د افغانستان لپاره یو ګواښ دی.

”که له يوې خوا مو امنيتي ځواکونه د ټروريزم په وړاندې سترې لاسته راوړنې لري، بل لوري ته د ځينو مشخصو هېوادونو له خوا افغانستان ته وسلې راځي. په تېره يوه مياشت کې په دوو مواردو کې له غوريان او شينډنډ ولسواليو نوي ماينونه ترلاسه شول“

افغان چارواکي وايي ، په دې وروستيو کې یې د هیواد په بېلابېلو برخو کې داسې وسلې او مهمات نيولي چې په ايران کې جوړ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG