د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت دې باران ځپلو سره مرسته وکړي




خدای نور ناصر- مشال راډيو

په کوټه کې د بلوچستان پيپلز ګوند صوبايي مشر وايي؛ په صوبه کې اوسنیو بارانو سخت مالي او ځاني زیان رسولی، خو دده په خبره صوبايي حکومت په دې کې مکمل ناکامه شوی دی، چې په دې وخت له خلکو سره مرسته وکړي. او یا دوي وژغوري.

په داسې حال کې چې په بلوچستان کې له تېري يوې اوونۍ راهیسي بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیان اړولی. او لاهم له کلاسیف الله، لورالايي، او ځينو بلوڅ مېشتو سیمو څخه د نورو بارانونو رپوټونه دي. هلته په پاکستان کې واکمن د پاکستان پيپلز ګوند د بلوچستان صوبې مشر میر صادق عمراني د خپل صوبايي حکومت پر ضد وايي؛ چې هیڅ ددې باران ځپلو خلکو ورسره فکر نشته. صادق عمراني د سې شنبې په ماښام په خبري غونډه کې وویل؛

؛ له تېرو دریو یا څلورو ورځو راهیسي د ژوب، لورالايي له پنجاب سره تړلې لارې د بارانو له امله بندي دي. د خلکو د کروړونو روپيو تاوان شوی دی. دا ځکه چې همدا اوس وخت دی، چې له یادو سیمو څخه پنجاب ته د سبزیو او میوو ټرکونه ځي. په زرګونه ټرکونه بند پاتې دي. باید صوبايي حکومت او ملګري ملتونه ددې خلکو د مرستې لپاره ژر تر ژره هلته ورشي. ډېری خلک هلته متاثر دي. او ددوی فصلونه تباه شويدي؛

د پاکستان پيپلز ګوند ددې صوبې مشر په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ د کلاسیف الله، ژوب او لورالايي په شمول په نصیراباد او جعفراباد کې خلکو ته له نورو مشکلاتو سره سره د خوراکي توکيو نشتوالی هم لویه ستونځه ده.

؛ په بلوچستان کې ټولې باران ځپلې سیمې د يوه ډیم په څېر ښکاري. هیڅ يو کور او هیڅ يو ځاي خوندي نه دی.نن سهار ما له کور کمانډر سره هم تماس ونیو، او په اسلام اباد کې مي له ایوان صدر سره هم. له دواړو څخه ښه مثبت ځواب راته ملاو شو. لاکن صوبايي حکومت دی، چې هیڅ يې تر اوسه پورې کړي نه دي. او هیڅ توجه يې دې خوا ته نشته؛

د ویلو وړ ده چې د پاکستان پيپلز ګوند صوبايي مشر په داسې حال کې د خپل صوبايي حکومت پر ضد خبرې کوي، چې ګڼو نورو سیاستوالو وار د مخه لا اوسنی صوبايي حکومت ناکام بللی او د حکومت پرېښودو غوښتنه يې ورڅخه کړې وه.

XS
SM
MD
LG