د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړیوالو ځواکونو له وتو وروسته افغانستان





نیو یارک ټایمز ورځپاڼې تېره هفته د امریکا لخوا د طالبانو ملګری ډله حقاني شبکه د ترهه ګرو ډله ګرځولو په باب پوښتنه راپورته کړې چې که څه هم د دې سره یاده ډله د حماس او القاعده برابر شوه ، خو د ترهه ګرو ډله ګرځولو سره به آخر څه وشي ؟

ورځپاڼه ليکي یوه ډله ترهه ګر بهرني تنظیم ګرځول نه یواځې، ډله د دښمن په توګه ښکاره کول وي بلکه له دې سره د راتلونکي لپاره د امریکایی سیاست محدودیتونه هم تړلې وي. که څه هم دا ممکنه ده چې د دغه فهرست نه د ډلې نوم لری شي خو بیا په فهرست کې شاملو ډلو ته ګرانه وي چې نوم یی ترې بیل شي. ورځپاڼه زیاتوي د دې سره سره ، حقاني شبکه ترهه ګره ډله ګرځولو سره دوي د پراخ طالب یاغیتوب نه بیلیږي چې له امله یی یوه جامع معاملې ته رسېدل ګرانيږي.

نیو یارک ټایمز ليکي هاغه فیصلې چې نن یی کؤ ، راتلونکې سیاست به جوړوي او راتلونکی تګلارو باندې به هم اثر کوي. د مثال په ډول د 2002 او 2004م کال ترمینځ ځینو طالب مشرانو د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره پخلاینې او همکاري کولو ته غاړه ایښې وه . د ورځپاڼې په خبره هغوي ته د ورکړل شوی منفي ردعمل له امله دا وشو چې خپل یاغیتوب ته یی دوام ورکړ. دغه راز حقاني شبکه یوه بهرني ترهه ګره ډله ګرځولو سره به دا وشي چې د مزاکراتو نه به واؤړي. دې ته به طالبان د امریکایی غیر مخلصي یوې نښې په سترګه ګوري.

ورځپاڼه ليکي په دا ورستیو کلونو کې د حقاني شبکې او د ډلې نږدې ملګرو له افغان ، امریکایی او نورو غربي چارواکو سره رابطې کړي دي. د حقاني کشر ورو ابراهیم حقاني په 2011 م کال کې په دوبۍ کې له امریکایي چارواکو سره ولیدل. دغه شان په سعودي عرب کې هم د امریکایانو نه بغیر د ملاقات ذکر کیږي.

بلخوا فایننشل ټایمز ورځپاڼه ليکي امریکا او ملګري یی په افغانستان کې د خپل اوږد مهاله پوځي سفر آخري مرحلې ته رسیدلې دي. د 2014م کال تر آخره چی نیټو په هیواد کې جنګي عملیات ختم کړي. ورځپاڼه هیله ښکاره کوي تر هاغه به افغان پوځ او پولیس په خپله د امنیت چارې په خپل سر د اخیستلو جوګه وي ، ورسره به امریکا ، بریتانیه او نور هیوادونه وکړی شي د هاغه شخړې نه را اوځي چې د تېرو یولسو کالو راهیسې پکې اخته دي.

ورځپاڼه د یو لوی ګواښ ذکر کوي چې یو ځل کله نیټو له افغانستانه ووځي ، دغه هیواد به دحکومتي ځواکونو او طالبانو تر مینځ کورني جګړې ته مخه وکړي. ورځپاڼه هم دغه وجه ښايي چې د طالبانو سره د سولې خبرې د ډېرو لخوا په راتلونکې کې معاملې ته رسیدلو لپاره مهم بلل کيږي، چې پکې امریکا، افغان حکومت او پاکستان بوخت دي.

ورځپاڼه ليکي په ورستیو کې امریکا د طالبانو سره د مزاکراتو هڅه کړې ده. خو دغه خبرې اترې په ځای ودریدلې دي چې لویه وجه یی دا وه ، د یو امریکایی سرتېري په بدل کې په ګونتنامو جیل کې د پنځه قیدیانو د خلاصولو په سر کوم تړون ته رسیدلو کې موافقه مخې ته را نغله. د ورځپاڼې په خبره دغه خبرې اترې په داسې حال کې ګرانې دي چې اوس هم طالبان د نیټو ځواکونو سرتيري وژني. خو بیا پکار ده چې د امریکایی ولمشریزو انتخاباتو وروسته دې د سولې هڅې زیاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG