د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باګرام په زندان لیکنه




امریکا چاپ وال، سټریټ ژورنال ورځپاڼې : افغان حکومت ته د باګرام زندان د مسولیتونو د انتقال په اړه پوښتنې – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کي یي راغلي:

افغان ځواکونو ته د باګرام زندان د مسولیتونو د انتقال وخت رانږدی شوی، خو پدي اړه یو شمېر پوښتنې او مسلې بي ځوابه او نا حله پاته دي.

ټاکل شوې د یکشنبې تر ورځې په باګرام زندان کې د شاوخوا ۳۱۰۰ تنو بندیانو چارې افغان حکومت ته وسپارلې شي. د ورځپاڼې په باور، دا کار د افغان حکومت لپاره یو ستر بری او د عمل د خپلواکۍ یوه نښانه ګڼل کیږي. د افغانستان جمهوري ریاست ویلې چې د مسولیتونو انتقال به په خاصو مراسمو ولمانځې.

ورځپاڼه لیکي: د آزادې ټولنې بنسټ چې مرکز یي په نیویارک کي دی، پدي اړه یي څېړنه کړې او وایي، د باګرام زندان د مسولیتونو د انتقال په تړون کي نیمګړتیاوې موجودې دې.

وال سټریټ زیاتوي، په هغه سند کې چې په مارچ میاشت کې د افغان حکومت او امریکایي ځواکونو له خوا برابر شوی و، په زندان کې د دېره ۳۱۰۰ بندیانو په اړه خبرې کیدلې ، خو له هغه وخت راهیسي په سلونو نور کسان هم نیول شوې او د امریکایي ځواکونوپه بند کې دي.

ورځپاڼه لیکي: امریکایي چارواکې منې چې لا هم شاوخوا ۶۰۰ بندیان له دوي سره دي . د افغانستان او امریکا تر منځ سند کې د هغو بندیانو په اړه خبرې شوې چې د مارچ تر ۹ مي پورې له امریکایانو سره بندیان وو.

له بلې خوا په سند کې یوازي، د افغان بندیانو د انتقال مسله مطرح شوې، د بهرنیو بندیانو په اړه څه ندي ویل شوي.
---
انګلستان چاپ ګاردین ورځپاڼې هم په همدی اړه یوه مقاله لیکلې او یادونه کوې چې امریکا به افغان چارواکو ته د مسولیتونو له انتقال سره سره ، بیا هم په زندان کې یو شمېر بندیان په خپل واک او بند کي وساتې.
ورځپاڼه د آزادې ټولنې د بنسټ د یوه څیړونکې له خولې لیکي: په افغانستان کې د تورنو کسانو په بند کې د ساتلو د مودې ، د نیولو د ډول او د بندیانو دحقوقې شرایطو په اړه پوره قوانین نشته او دي کار زیاتې ستونزې رامنځ ته کړیدي.

ګاردین زیاتوي، جمهور رئیس حامد کرزي په باګرام زندان باندي د امریکایي پوځونو څار او واک خپل استقلال ته ګواښ باله خو داسي بریښې چې امریکایي ځواکونه ددي زندان په دوو بلاکونو واکمن وي او بیا به هم د افغانانو نیولو ته دوام ورکوي. د ورځپاڼې په باور، دا مسله افغان ځواکونو ته د باګرام زندان د مسولیتونو انتقال له ستونزو سره مخامخ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG