د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان یاغي عسکرو په بریدونه خفه یو. راسموسین


د ناټو عمومي منشی اندرې فوغ راسموسین
د ناټو عمومي منشی اندرې فوغ راسموسین



د ناټو عمومي منشی اندرې فوغ راسموسین وایي، پرناتو ځواکونو د افغان یاغي عسکرو له خوا د حملو زیاتوالی د اندیښنې وړځکه دی چې دغه حملې کولای شي د افغان امنیتي ځواکونو اود هغوی د نړیوالو متحدینو ترمنځ بې باوري زیاته کړي.

خو راسموسین له رویټرز اژانس سره په برسلز کې د یوي مرکې په وخت وویل چې دغه حملې به له افغانستانه د ناټو ځواکونو د ایستلو پر پلان اغیزونکړي.

راسموسین دا هم وویل، د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په ناټو ځواکونو بریدونه یوه مهمه مسله ده.


په افغانستان کې سږ کال په افغان امنیتي ځواکونو کې دننه پر نړیوالو ځواکونو له بريدونو څلوېښت سوله ساتي عسکر وژل شوي.


ددغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره تېره میاشت افغان حکومت، په امنيتي ځواکونو کې دننه د پټو جاسوسانو ګمارلو اعلان وکړ، هغوی به په ټول هيواد کې د افغان ځواکونو څار کوي، د دغوعسکرو له خپلو کورنیو سره د د ټيلي فوني خبرو د څارنې ترڅنګ به په نویو پوځيانو د ټيلي فون د استعمال بنديز وي.

XS
SM
MD
LG