د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ټولټاکنې او د بهرنیو چارو تګلاره






له امریکا په خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې د دې هیواد د بهرنیو چارو تګلارې ته د روان کال د ولسمشریزو انتخاباتو په تناظر کې کتنه شوې ده. په لیکنه کې راغلي سږني انتخابات به د دې تعین وکړي چې ایا امریکا و روسیه خپلې اټومي وسلې کموي او که نه؟ ایا امریکا به په شام کې یاغیانو ته وسله ورکړي او که نه؟ او ایا په راتلونکي کال کې به امریکا له افغانستانه خپل نور ځواکونه وباسي او که نه؟


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په خپله لیکنه کې لیکي، امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو ته ولاړ نوماندان مېټ رومني او باراک اوباما دواړه د بهرنیو چارو تګلارو په اړه له جدي بحثه ځان ژغوري.

په لیکنه کې راغلي، که چېرې مېټ رومني انتخابات ګټي هم، نو د دې دا مانا نه ده چې له ولسمشریزو ټاکنو سره به ډېر څه بدل نه شي. دا ریښتیا ده چې د امریکا د بهرنیو چارو تګلاره مسلسله وي، خو بیا هم د رومني او اوباما د بهرنیو چارو تګلارو کې فرق شته دی.

ورځپاڼه لیکي، که له روسیې پیل کړل شي نو رومني خو ادعا کوي چې روسیه یې په جیو پولیټیکل توګه تر ټولو لوی دښمن دی او اوباما وايي چې ورسره به اړیکي بیا سموي. خو که چېرې اوباما بیا ولسمشر وټاکل شي نو له خپل روسي سیال ولادمیر پوټین سره به د اټومي وسلو کمولو نوی تړون لاسلیک کړي.

د رومني تګلاره به د دې برعکس وي. په ۲۰۱۰ز کال کې چې اوباما له روسیې سره د اړیکو بیا له سره پیلولو کار کړی وو نو ده یې مخالفت ځکه کړی وو چې په اټومي وسلو کې د کافي کمښت راوستو ویل شوي ول. همدا مهال، مېټ رومني ژمنه کړې ده چې په اروپا کې به د توغندیو دفاعي نظام له پاره زیاتې پیسې لګوي.

ورځپاڼه لیکي، که له هیواده بهر د ځواکونو ساتلو په اړه خبره وشي نو اوباما او رومني دواړه د ناټو د پلان ملاتړ کوي چې له افغانستانه د ۲۰۱۴ز کال تر پایه خپل جنګي سرتېري وباسي. اوس دلته فرق په یوه پوښتنه کې دی چې ایا په راتلونکي کال کې به له افغانستانه سرتېري و ایستل شي او که نه؟

د ورځپاڼې په خبره، اوباما به د سرتېرو کمولو امر ورکړي، خو رومني ویلي چې هغه به د امریکايي جنرالانو مشوره ومني. او جنرالان دا فکر کوي چې په افغانستان کې دې د راتلونکي کال پر وخت ۶۸ زره پوځیان وساتل شي.

ورځپاڼه لیکي، په شام کې د امریکا د رول په اړه اوباما په بیا بیا هغه وړاندیزونه رد کړي چې د ملکي وګړو ساتلو له پاره دې محفوظ زونونه جوړ کړل شي او یا دې هم یاغیانو ته وسله ورکړل شي.

ورځپاڼه زیاتوي، رومني فکر کوي چې یاغیانو ته دې وسله ورکړل شي.

ژباړه: پامیر ساحل

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG