د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې پر عوامي نېشنل پارټۍ بیا بیا بریدونه کېږي



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د عوامي نیشنل ګوند سند څانګې چارواکي وایي په دې ورستیو کې د دوي د ګوند په مشرانو او کارکنانو د کراچۍ ښار په ځینو برخو کې حملې زیاتې شوي دي چې له امله یې د یاد ګوند یو شمیر غړي او مشران وژل شوي دي ـ

ددې ترڅنګ یاد ګوند د کراچۍ ښار په مختلفو برخو کې خپل سېمه ایز دفترونه تړلي او ګوندي هلې ځلې یې ځنډولي دي ـ

د عوامي نیشنل ګوند د سند صوبې مرستیال مشر بشیرجان په دې اړه وایي،

((د تیرو ډیرو ورځو راهسې زموږ د پارټۍ عهدیداران په نښه کیږي او وژل کیږي ـ مخکې ورځو کې فضل امین ، امیرسردار،ملنګ،نصیب،عبدالکریم او نور کسان وژل شوي دي ـ دغه شان زما په ګاړي هم بمي چاودنه شوې وه ، دا ټول واقعات شوي دي ـ له موږ سره چې کله داسې کومه واقعه وشي نو راته وویل شي چې دا ایم کیو ایم والا دي یا وایي چې طالبانو کړي دي ـ خو موږ دا وایو چې دا کارونه هرڅوک کوي باید په ضد یې کاروایي وشي او دغه خلک د ولس په وړاندې راوستل شي ))

د بشیر جان په خبره ددوي د ګوند غړو او مشرانو ته ترټولو زیات ګواښونه د ښار د پیراباد تاڼې په سېمه کې رامخې ته و خو د نهې په ورځ د ښار مغربي برخه کیماړي ټاون کې ددوی په دفتر وسله والو په رڼا ورځ د لاسي بم حمله وکړه او ډزې یې هم پرې وکړې ـ په دغه حمله کې که څه هم چاته مرګ ژوبله وانه وښته خو د یاد ګوند په غړو کې واردمخه موجوده ویره یې لاپسې زیاته کړې ده ـ

که څه هم بشیرجان په دغو حملو کې د ککړتیا په توګه د کومې ځانګړې ډلې له نوم اخیستو ډډه کوي ، خو د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان مشال ریډیو ته ویلي چې خېبرپښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند حکومت ددوی په ضد عملیات کړي دي او دوی د هغې په بدل کې د عوامي نیشنل ګوند غړي مشران د کراچۍ په ګډون د پاکستان په هره برخه کې په نښه کوي ، او دا لړۍ په جاري ساتي د کراچۍ پولیس چارواکي هم دا مني چې د ښار په ځینو سېمو او په ځانګړې توګه د منګوپیر او پیراباد په علاقو کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو خوزښتونه زیات شوي دي ـ د سي ایي ډي پولیسو ایس پي مظهر مشواڼي په دې اړه وایي،

((دوي [طالبان]بتې هم اخلي،دوي پېسې هم اخلي،ځېنې کاروباریانو نه پروټیکشن مني هم اخلي ـ بالکل ددوي سرګرمیانې په دغو علاقو کې شته ـ دوي په منګوپیر او کنواري کالونۍ کې روپوشه[پټ] دي ـ ددغه ځایې خلک د وېرې له وجې چاته اطلاع نه ورکوي ))

خو لیکونکی او خبریال ضیا الرحمان وایي په کراچۍ کې اوس طالبانو خپله تګلاره بدله کړې ده او اوس هغوي د قلنګ اخستنې ترڅنګ خپل هدف هم په نښه کوي ـ

((دوی مخکې هم کراچۍ کې و، خو مخکې به دوي صرف چنده راغونډوله او علاج به یې کولو ـ اوس چونکې په سوات او پيښور کې دوی ته د عوامي نیشنل ګوند غړي ویشتل او یا هم حکومتي همدرد ویشتل ګران شوي دي خو په کراچۍ دوی یو سړی په اسانه په نښه کولای شي ،هغه ځکه چې دلته د مخکې د مهاجرو او پښتنو ترمنځ یوه لساني لانجه روانه ده ، نو دوی ددې نه هم ګټه اخلي ))

د ضیا الرحمان په خبره که دغه حملې دوام ولري نو په دا به په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند سرګرمیانو ته سخت زیان واړوي او دغه ګوند چې په کراچۍ په ډېره چټکتیا سره مخ په وړاندې روان دی ، په راتلونکي ټاکنیز کمپاین به یې هم منفي اغیز پریوزي ـ

XS
SM
MD
LG