د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مذهبي سپکاوي تورونه عیسايي نجلۍ نابالغه ده.




یوه پاکستاني عیسایې نجلۍ چې قرآن ته په سپکاوي تورنه ده، د نهی په ورځ یې په رسمي طبي رپورټ کې راغلي چې هغه بالغه نه ده.

پولیس دغه نجلۍ په اسلام آباد کې په شپاړسم اګست نیولې وه. یوی پاریدلې قهرجنی ډلې پر نجلۍ تور پورې کړی وو چې د قرآني آیاتونو پاڼې یې سوځولې دي.

د هغې وکیل طاهر نوید چوهدري ویلي یو طبي بورډ چې د دغه نجلۍ د عمر او ذهني حالت تحقیق یې کولو ، و ښودله چې نجلۍ څوارلس کلنه ده. هغه وویل بورډ دې نتیجې ته رسیدلی چې ذهني حالت یې له عمر سره موافقت نه لري.
دا نه ده واضحه چی آیا د دې دا مانا ده ، هغه ذهني ناروغي لري او که څنګه.
د دې نتجی دا مانا ده چې د دغه نجلۍ کیس به د کم عمره ځوانانو عدالتي نظام ته وړاندی کیږي. چیرته چې مدافعه کونکیو ته کمې سزاګانی ورکول کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG