د لاسرسي ځای
عمومي پاڼې یا موضوع ته لاړ شئ
عمومي یا کورپاڼې ته لاړ شئ
لټون ته ورشئ
کور
لنډ خبرونه
پښتونخوا او قبایل
بلوچستان
پاکستان
افغانستان
نړۍ
ځانګړې مرکې، شننې
انځور او ویډیو
اوونیزې خپرونې
۱۴ ساعته راډیويي خپرونې
Gandhara
موږ وڅارئ
د ازادې اروپا راډیو ټولې ووبپاڼې
لټون
ژوندۍ
ژوندۍ
لټون
پخوانی
بل
تازه خبر
افغانستان
کندهار: جنرال رازق له ځانمرګي بریده روغ راووت
اګست ۲۸, ۲۰۱۲
کندهار: جنرال رازق له ځانمرګي بریده روغ راووت
چاپ کړئ
د افغانستان په کندهار کې چارواکي وايي، د کندهار پر امنییه قومندانۍ په یوه ځانمرګي برید کې څلور تنه وژل شوي او د امنييه قومندان او د دوو پولیسو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان دي.
د کندهار والي داکټر توریالي ویسا خبریالانو ته وویل، چې دا یو ځانمرګي برید وو چې په کې برید ګر له چوونکو توکیو ډک یو ټرک وکارولی.
"په ټرک کې زیاته اندازه چونکي توکي کارول شوي. دا ښځې او ماشومان وینۍ، دا په کورونو کې د هندارو او لرګو د راولیدو په نتیجه کې مړه او زخمیان شوي دي."
والي زیاتوي، چې په چاودنه کې خلکو ته مالي زیانونه هم رسیدلي، چې اندازه به یي وروسته معلومه شي.
دا دومر زوروره چاودنه وه چې ږغ تر ډېره لیري پورې واورېدل شو. په سیمه کې یي دوکانونه وسوځول او د ډېرو کورونو ښيښې يې ماتې کړې.
د سیمې یو اوسېدونکی عطاءالله،و چې د کورنۍ ۱۴ غړي یې ټپیان شوي، مشال راډیو ته وايي.
"زما د کورنۍ څوارلس غړي په دی کې ټپیان دي، چې په هغه کې څلور شدید ټپیان او لس برسېرن ټپیان دي."
د کندهار امنییه قومندان جنرال رازق
د کندهار ولايتي وياند جاويد فيصل ويلي جنرل عبدالرازق په ګاډي کې تيريدلی چې په ټرک کې ناست يو ځانمرګي بريد کوونکي کې ځان والوزولی. نوموړی زياتوي ، عبدالرازق له بريده ژوندی راوتلی البته مخ، لاسونه او يوه پښه یې لږ زخمي شوې ده .
طالبانو د دغه حملې پړه پر غاړه اخیستې ده.
پر قومندان عبدالرازق په تیرو څو میاشتو کې دا دوهمه حمله ده.
نوموړي د طالبانو خلاف په عملیاتو کې د کندهار په کچه مهم رول لري او تیر کال د محله جات په عملیاتو کې بریالی وبلل شو له همدې امله د کندهار د امنيې قومندانۍ تر څنګ د سرحدي پولیسو د څلورمې لیوا قومانده هم په غاړه لري.
محمدصادق رښتینی
انځورونه، ویډیوګانې
نښلول
شریک کړئ
ټرمپ: د هند او پاکستان ترمنځ ايټمي جګړه مې د تجارت په ګواښ ودروله
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
پلنوالی
px
لوړوالی
px
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:01:32
0:00
ټرمپ: د هند او پاکستان ترمنځ ايټمي جګړه مې د تجارت په ګواښ ودروله
نورې ویډیوګانې وګورئ
نور له پښتونخوا او قبایلو
په جانيخېلو کې "د پوځ ډرون برید" ۷ ښځې او ۸ ماشومان ژوبل کړي دي
په پېښور کې ۲ پولیس او په شمالي وزیرستان کې ۲ ولسي وګړي وژل شوي
د جانيخېلو پرلتوال د پوځ لخوا وژل شوي تن مړی د احتجاج په ډول د پوځي کلا مخې ته ښخوي
عوامي نیشنل ګوند په سوات کې د خپل يو سیاستوال د وژونکو د نيولو غوښتنه کړې ده
نور ولولئ
سپارښتنه
عوامي نېشنل ګوند وايي د مې دولسمې د پېښې قربانيانو ته انصاف نه دی ورکړل شوی
XS
SM
MD
LG