د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ ښار بدامنیو له خوبه وېستلی یم



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې له اوږدې مودې راهیسې د تشدد او اخ و ډب پېښې دوام لري ـ په دغو پېښو کې که یوې خوا ته د سیاسي او مذهبي ګوندونو غړي او مشران په نښه کیږي نو بلخوا د خواریکښو خلکو په ژوند هم دغو پېښو ژور اثر کړی دی ـ

د کراچۍ ښار په شتمنه سېمه کلفټن کې یو ۶۵ کلن سپین ږیرې هره ورځ برش په لاس د یو چوپال لاندې ناست وي او د لارویانو بوټان او څپلو ته رنګ ورکوي ـ د دې سپین ږیري زوړ چوپال چې د پیروتې بوټي پرې سیورۍ کړی دی د ښار د داسې سېمې په منځ کې له ورایه په نظر راځي چې خواوشا ترې لویې لويې ودانۍ او مارکیټونه شتون لري ـ



چوپال کې ناست سپین ږیرې وایي شونډه یې شنه وه چې کراچۍ ته راغلی دی او همدلته یې میشت دی ـ که څه هم هغه د هغه خواوشا ته د جوړو شویو سترو سترو بلډنګونو لکه هایپرسټار،ډونمیل مال،سي ورلډ او نورو ودانیو له نومونه او ارزښت څخه خبر نه دی ، خو د هغه په خبره دا ټولې ودانۍ د هغه په وړاندې جوړې شوي دي ـ


د کراچۍ ښار دغه لوی مارکیټونه او هوټلونه که څه هم ټوله شپه خلاص وي او د ښاریانو رش پکې لیدل کیږي خو شاه زمین کاکا وایي له ماسخوتن لمانځه سمدستي روستو په خپل چوپال کې خپل نری څادر په ځان خور کړي او هم هلته ویده شي او سهار بیا د اذان سره سم پاڅي او خپل کار شورو کوي ـ شازمین خان وایي ددې وس نه لري چې ځانته یوه کوټه په کرایه واخلي ، ځکه چې د هغه خواوشا د کورونو کرایانې دده د وس څخه بهر دي ـ

هغه وایي د کراچۍ ښار پخوانی امنیتي حالات ډېر ښه و ، او چې د چا به چرته هم خوښه شوه ، هلته به یې شپه کوله خو اوس د هغوی یو شمیر کلیوال چې د ده په شان به یې د ورځې پالش کولو او ماښام به په خپلو پیټیو ویده کیدل ، په ښار کې د روان اخ و ډب ښکار شوي دي ـ

په کراچۍ ښار کې د اوږدې مودې راهسې روان اخ و ډب که یوې خوا ته د سیاسي او مذهبي ګوندونو غړو او مشرانو ژوند په خطر کې اچولی دی نو ورسره ورسره د شاه زمین خان په څېر د ډېری مزدورانو په سرونه د وېرې او ترهې توره راځړولی ده ـ او ډېر داسې مزدوران ددغو پېښو ښکار شوي دي چې د غریبۍ له وجې یا خو د سړک په غاړه اوده کیږي او یا هم د شازمین کاکا په شان په زړو چوپالونو کې شپې تیروي ـ

XS
SM
MD
LG