د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې طالبانو پوخ سړک وران کړی دی


سید شاه سقیم

کندهار - د افغانستان د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه سپېروان ته تللی نوی پوخ سړک بېرته اړولی دی.


دوی وايي وسله والو د سيمې خلک مجبوره کړي چې خپل ټراکټورونه د سړک د نړولو د پآره ورسره بوزي او د سړک ځينې برخې په کولنګانو او بېلچو هم اړول شوې دي.

د پنجوايي يو تن اوسېدونکي عبد الله وايي چې د دغه سړک له پخېدو سره د دوی هغه ستونزې کمې شوې وې چې يا به روغتون ته د ناروغ د رسولو پر مهال ورسره مخ وو او يا به يې پر وخت د ځمکو حاصلات ښار ته نه رسېدل خو اوس چې بېرته سړک اړول شوی دی بيا دوی دي او هماغه پخوانۍ ستونزې.

دی وايي سړک د ټولو دی او ټولو ورباندې خوا بدېږي:

((دا د وطن له خاورې څخه مخالف کار دی. په دې خو هر څوک تېرېږي په دې کې د ټولو نقصان دی. مخکې چې دغه سړک نه وو ستونزې سختې ډېرې وې نه به مو مريض پر وخت ډاکټر ته رسولای شوای نه معلم راتلای شوای نه مکتب خو اوس چې الوزولی بېرته له هغو ستونزو سره مخامخ يو.))

د عیسا محمد په نامه د دغې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی بيا په دې اند دی چې له وسله والو سره د سړک په اړولو کې امنيتي چارواکي هم ښکېل دي.

دی وايي په دغه سيمه کې شپه او ورځ د بهرنيو سرتېرو الوتکې ګرځي او د پوليسو پوستې هم شته خو بيآ يې هم وسله والو نه دي ليدلي چې په ټراکټورونو په سړک يوې وهي.

دی اندېښمن دی چې اوس به نو د سړک په اړولو شويو برخو کې د تېر په څېر وسله وال ماينونه خښوي او بيا به پر عامو خلکو ورچوي.
(( دا يې ډېر غلط کار کړی دی چې سړک يې اړولی دی. دا زمونږ او ستاسي ټولو او ملت تاوان دی. دوی يې په ګډه ورانوي. تمامه ورځ طيارې ګرځي خو هيچا ونه ليدل.))

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد وايي چې دغه سړک څو سيمې سره نښلولې او وسله والو يې څو برخې اړولې دي.

دی وايي سړک په باغونو کې تېر شوی دی ځکه خو وسله وال ته د سړک نړولو پر مهال نه د پوليسو ور پام شوي او نه د بهرنيو سرتېرو بالونونو ليدلي دي.

((دغه سړک په ونو او باغونو کې تېر شوی دی. دوی له ونو څخه په ګټه اخيسته عام خلک هم ورسره بېوولي دي او دغه سړک يې مات کړی دی.))

حاجي فضل محمد وايي پېنځو تنه وسله والو د سړک يوې اړول شوې برخې ته درې ماينونه هم راوړي خو تر خښولو وړاندې خپل ماينونه پر دوی ور چاودېدلی چې له امله يې د يو قومندان په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

دی وايي که وسله وال دغسې کارونو ته دوام ورکړي کېدای شي ډېر ژر د سيمې اوسېدونکي د دوی پر ضد ولسي پاڅون پيل کړي.

(( ډېر ولسي خلک د طالبانو په ماينونو کې وژل شوي دي. طالبانو څو واري د خلکو په باغونو او د هغوی د تګ په لاره کې ماينونه ايښي دي. تر اوسه پورې په ځينو سيمو کې خلک دوی ته بدرې ردې ويلې دي چې دوی ولې ماينونه ښخوي. زه فکر کوم امکان چې ډېر ژر به خلک د دوی پر ضد پاڅون وکړي ))

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

وسله والو تر دې وړاندې د کابل کندهار پر لويه لاره هم تر ۱۰۰ زيات پلونه الوزولي خو دا لومړی ځل دی چې د سيمې د خلکو په ګډون يو پوخ شوی سړک اړوي.
XS
SM
MD
LG